آی پي ایل: مجیب ځدراڼ په لومړی ورځ ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په تجارتي لیګ کې د افغانستان ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ په دې سیالیو کې په لومړۍ ورځ ریکارډ جوړ کړ.

نوموړی اوسمهال د ګوتم ګمبیر لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کوي، چې پخپل لومړي اور کې یې د شل اوریزو لوبو سپیشلیست توپوهونکی کولن مونرو وسوځاوه.

نوموړي پخپل دوهم اور کې هم ویکټه واخیسته چې د DRS په کتلو سره اوټ وښودل شو خو پریکړه د لوبڅار په حق کې وشوه، کله چې یو لوبغاړی ۵۰ سلنه اوټ او ۵۰ سلنه نه وي اوټ، او لوبڅار هم اوټ نه وي ورکړی، پریکړه د لوبڅار په حق کې کیږي.

مجیب الرحمن د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا د اشوین تر مشرۍ لاندې لوبیږي، چې د آی پي ایل په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې تر ټولو کم عمر لري.

نوموړی اوسمهال ۱۷ کاله او ۱۱ ورځې عمر لري، چې له دې وړاندې دغه ریکارډ د بینګلور لوبډلې ویکټ کیپر سرفراز احمد په نوم و.

همدا ډول مجیب ځدراڼ د آی پي ایل په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په ۲۱مه پیړۍ کې زیږیدلی دی.

د پنجاب لوبډلې لخوا تر ټولو غوره توپ اچونه مجیب ځدران ترسره کړه، چې په ۴ اورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړي او دوه مهم لوبغاړی یې وسوځول.

ډهلي لوبډلې په خپلو شلو اورونو کې د پنجاب پر ضد ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د