fbpx

پېښور کې د «پښتون ژغورنې» غونډه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د پښتونخوا په پېښور کې له سرحد پوهنتون سره څېرمه د منظور پښتين په مشرۍ لویه غونډه را بلل شوې ده.

دا غونډه چې له څو ورځو راهیسې ورته تبلیغات کېدل، نن د اپرېل په اتمه د پېښور ښار په رینګ روډ جوړه شوې ده.

د بې بې سې د راپور په حواله د ګډونوالو لپاره پنځه زره چوکۍ ډکې شوې او ګڼ نور خلک له میدانه د باندې برخه وال دي.

د منظور پښتين تر مشرۍ لاندې په پښتونخوا کې د «پښتون ژغورنې» تر نامه لاندې غورځنګ له څو اوونیو راهیسې روان دی، چې په افغانستان کې يې هم پر ملاتړ غونډې روانې دي.

په پېښور کې د دې غونډې ګډونوال د پښتنو پر حقونو د پاکستان حکومت ملامت بولي او په وینا يې دا قوم يې کلونه کلونه له خپلو حقونو محروم ساتلی و.

دوی د پښتنو لپاره د حق غوښتنې غږ پورته کړی او ټینګار کوي چې حکومت يې باید غږ واوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د