ولي به پر تاسو بمبار نه کیږي؟

(ا . م . دلسوز)

د اسلامي نظام او دولت جوړول، د اسلامي قانون پلي کول، د هجرتونو شروع، د اسلامي حکومت اقامه، د جهادونو او فتوحاتو شروع، د کفر او نفاق سره مقابله کول، د ارتداد پر خلاف پاڅون او د جهالت او جاهلیت سره مقابله کول له رسول الله ﷺ څخه سرچینه اخیستې.

رسول الله ﷺ چي اشرف المخلوقات، د امت رهبر او معلم، د مسجد نبوي امام، د الله ﷻ بنده او په عین حال کي د اسلامي پوځ اعلی سر قوماندان ؤ، رسول الله ﷺ د خپل دعوت، جهاد او نظام مرکز مسجد ټاکلی ؤ.

نو د اسلام ابتداء او د الله ﷻ د یووالي او الله ﷻ سره د انسانانو تړاو له مسجد او مدرسې څخه سوی دی او د سیاست شروع هم له مسجد څخه سوېده او هر څوک چي وايي چي د ملا او سیاست یې سره څه، دا یو ډېره یوه غلطه او خطا پرېکړه ده ځکه رسول الله ﷻ د سیاست شروع له مسجد څخه کړېده.

ملا، طالب او مدرسه د نظام سمون، جهاد، قتال، سیاست، قضا ځکه کوي چي دا رسول الله ﷺ، صحابه ؤ او تابعینو کړی ؤ .

رسول الله ﷺ هم د خپل ژوند په اوږدو کي داسي ندي کړي چي دی دي یوازي د امت یو روحاني شخصیت وي او یوازي دي په مسجد کي ناست وي او خلګو ته دي د اوداسه، لمانځه او اذکارو طریقې او فضائل بیانوي او قضاء او نظام دي بیا مشرکین او کفار چلوي، بلکي رسول الله ﷻ د ژوند په هرډګر کي ددې امت رهبر دی هغه هم یو روحاني شخص ؤ، هم سیاستپوه ؤ، هم اقتصاد پوه ؤ، هم قاضي ؤ، هم امیر ؤ، هم امام ؤ او هم قوماندان ؤ. د ژوند داسي یو اړخ نسته چي څوک دي ووايي چي رسول الله ﷺ دي ورته توجه نده کړې او هغه دي یې همداسي ناحله پرې ایښې وي.

له رسول الله ﷺ څخه وروسته د هغه خلیفه ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم د اسلامي دولت تنظیم، د الحاد، ارتداد او فحشاء د لويي فتنې مخه نیول او په هغه پسې لښکري لېږل او اسلامي نړۍ نوره هم پراخول او د اسلامي فتوحاتو د لړۍ شروع هم له مسجد څخه کړې وه، او ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت ترڅنګ، د امت د زعامت ترڅنګ د مسجد نبوي امام هم ؤ.

همداسي له هغه وروسته ټول خلفاء راشدین هم د مسجد نبوي امامان او خپل ټولي لښکري به یې له مسجد څخه استولې او د اسلامي دولت په اړه تصمیم نیوني له مسجد څخه نیولې، حضرت عمر رضی الله عنه به همېشه په مسجد نبوي کي د قاضیانو، فقهاوو او سترو سترو صحابه ؤ ترڅنګ ناست ؤ چي د خلګو ستونزي به یې له مسجد څخه حلولې او مشکلات، سیاسي او نظامي پریکړي او په اړه یې تصمیم ګیری هم له مسجد څخه سرته رسېدلې. اروپا، آسیا او افریقا یې هم له مسجد څخه فتحه کړي دي په ټوله نړۍ کي یې بې مثاله عدل هم د مسجد څخه قائم کړی دی.

د همدې په څېر قاضي شریح، حسن بصري، امام شعبي او نورو سترو او مشهورو تابعینو به هم د خلګو ترمنځ شخړي په مسجد کي حل کولې ، ابن ابي لیلی چي د عمر بن عبدالعزیز په خلافت کي قاضي وو هغه به هم فیصلې په مسجد کي کولې همدا وجه ده چي ستر محدث امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحیح البخاري کي په دې اړه دوه بابونه جلا کړي دي : ۱- باب القضاء واللعان في المسجد بین الرجل والمرءة، ۲- باب التلاعن في المسجد.

د اسلام په تاریخ کي مسجد د ټولني په رهبرۍ کي هم مهم حیثیت اداء کړی دی:

مسجد الله ﷻ د یووالي او له انسانانو سره یې د تړاو په برخه کي مهم مرکز.

مسجد د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او رابطې مرکز .

مسجد په اسلامي ټولنه کي د محکمې په څېر .

مسجد خلګو ته د الهي او نبوي پیغام رسولو ستره وسیله.

مسجد د مسلمانانو په ویښولو او هغوی ته د فکري بیداري په ورکولو کي ستره وسیله.

مسجد د کفارو د شومو اهدافو او پلانونو افشاء کوونکی.

مسجد د اسلامي دولت د ارګ په څېر.

مسجد د فحشاء، ارتداد او نفاق پر ضد یو ستر مرکز.

مسجد د مسلمان د اسلامي عقیدې د عملي برنامې د تطبیق یو اساسي مرکز.

همدارنګه کله چي الله ﷻ د ځمکي پرمخ بشر پیداکړ نو ورسره سم یې د ملائکو پواسطه کعبه شریفه د لومړي ځل لپاره جوړه کړه، او دایې و ټولو انسانانو ته وښودل چي انسان د خپل لنډ او اوږده ژوند په هره شېبه او لحظه کي دېته ضرورت لري چي د الله تعالی ﷻ سره د اړیکي او پیوستون د یو مرکز سره باید په حتمي توګه په تماس کي وي.

او څوک چي اوس وايي چي د مسجد، امام او طالب یې د سیاست سره څه دا ډېر غلطه خبره ده ځکه دا نظام، حکومت، قضاء او سیاست خو همدې امام شروع کړی دی، همدا تعبیر زموږ په ټولنه کي سیکولرانو رواج کړی دی چي ملا باید یوازي په محراب کي خپل عبادت وکړي نور دي د ټولني په هیڅ اړخ باندي کار نلري او ندي پکښي لاس وهني کوي که څه هم په ټولنه کي هر ډول فساد وي فقط دي تبلیغ کوي نور به په نظام او قانون کار نلری.
اصلا په هغه وختونو کي چي اسلام خورا د پرمختګ او د صعود پر لور روان دین ؤ کوم عصر چي د اروپا د فتحي عصر ؤ، اسلام اندلس ته رسېدلی ؤ او اندلس هم فتحه سوی ؤ، اسلام د تخنیک، صنعت، علم، ادب، قانون، نظام، سیاست، اقتصاد، طب او عدل دین ؤ. د اروپا په نورو برخو کي د خلګ د مسیحیت له تورو شپو سره لاس او ګریوان وه نو کله چي به عیسویانو اسلامي ټولنو ته کتل چي هلته به عدل قائم ؤ، یو قانون به پر حاکم او محکوم دواړو تطبیقېدی، صنعت او سائنس خورا پرمختګ کړی ؤ، او بل اړخ ته چي به یې بیا خپلو ټولنو ته وکتل چي ټول خلګ به د بادشاه او کلیسا تر ظلم لاندي شپې او ورځي سبا کولې د بادشاه او پاپ لپاره به یو ډول قانون ؤ او د عامو خلګو لپاره به بل ډول قانون عملي کېدئ. خلګو شخصي مال نسواي درلودلاي او سمدلاسه پرې د کلیسا او شهزداه ګانو له لوري ټکس حواله ؤ، نو به له خپلو ټولنو څخه زړه توري سوه چي پدې ډول په خلګو کي یو ډول بیداري او ویښتوب راغلی او دا خبره یې خپل شعار وګرځوی چي (د کلیسا د پاپ په کولمو بادشاه غرغره کړی) چي پدې ډول په اروپا کي یو ډول انقلاب راغئ او ټولي بادشاهی ړنګي سوې چي همداسي وسوه د آخري پاپ په کولمو یې بادشاه وځړوی، نو کله چي یو نوی نظام رامنځته سو نو خلګو و کلیسا ته وویل چي نور زموږ په اجتماعي ژوند کي لاسوهنه مه کوه او نور به یوازي مسیحیت په کلیسا کي بندي وي او پاپ به له کلیسا څخه بهر په هیڅ څه کي هم لاسوهنه نکوي دپاپ کار به یوازي وعظ او عبادت وي، چي په کراره کراره سره غربیانو همدغه سیکولر او بې دینه مفهوم و مسلمانو ټولنو ته هم نقل کړ چي خلګو ته به یې ويل (امام دي یوازي خپل کارونه په مسجد کي منحصر کړي نور دي په سیاست او اجتماعیاتو باندي کار نلري). نو پدې سره اسلام او سیاست سره جلا سو، هو په مکمله اندازه هم نه ؤ جلا سوی لکه غربي ټولني بلکي په قوانینو کي خو ؤ خو د مسجد او اسلامي دولت ترمنځ څه فاصله ایجاد سوه او امیر هم له مسجد څخه ووت چي د امیر له وتلو سره سم قضاء او قوانین هم له مسجده بهر سوه نو کله چي له مسجده بهر سي نو خامخا به غربي او سیکولر قوانین پرې څه تأثیر اچوي چي پدې ډول سره په اسلامي نړۍ کي بېل بېل حکومتونه منځته راغلل او هر حکومت ځانته قوانین غوره کړل چي سوچه اسلامي نه وه.

خو ملا محمد عمر رحمه الله بیرته همدا اسلام او سیاست سره یوځای کړل او همدا سپین کاروان یې په مستقیمه لاره برابر کړ او دا کار یې له مسجده څخه شروع کړ ځکه کله چي اسلام او حکومت له مسجد څخه کېده نو امت د کامیابی او بري لور ته روان ؤ او په ټولنه کي عدل قائم ؤ، خو کله چي له مسجد څخه ماڼۍ ته نقل سوه نو اسلام د زوال پر لور روان سو، خو کله چي پدې اواخرو کلونو کي بیا یو ملا له مسجد څخه سیاست پیلوي نو ټوله نړۍ راوپارېدله او د خطر احساس یې ځکه وکړ چي بیا به له مسجد څخه فتوحات شروع کیږي او بیا بله له مسجد څخه هند او اندلس فتحه کیږي او د دنیا ګوټ ګوټ ته به اسلام رسیږي، او په میلیاردونو ډالرونه چي یې پردې لګولي وه هغه به همداسي برباديږي کوم چي په ټولنه کي یې داسي نظر خپور کړی ؤ چي سیاست د مسجد کار ندی د امام کارندی دا د پارلمان، ارګ، کابینې او اکثریت کار دی، نو ځکه یې پر خپلو ټولو ملګرو یې ږغ وکړ چي هلئ راپورته سئ چي مسلمانان بیا ویښ سوي دي نو ددې نعري په خپرولو سره د غرب سره مشرک، ملحد، عیسوي، یهودي، منافق او تش په نامه مسلمانان ټولو مرستي ته ور ودانګل او په یوه صف کي سره ودرېدل او په یوه ږغ یې وویل چي هلئ ملا راویښ سوی دی چي عدل قائم کړي او له ټولنو څخه فحشاء ورکه کړي د نړۍ پر مخ باندي اسلام خپور کړي.

همدارنګه د اسلامي نړۍ په تاریخ کي که څومره لوي لوي انقلابونه رامنځته سويدي ټولو له مسجد او مدرسې څخه سرچینه اخیستې ده او په افغانستان کي هم همداسي… که څوک ووائي چي د شوروي یرغل خلاف پاڅون نو کله لومړی له مسجده راپورته سو هغه خو له پوهنتونه او له محصلینو څخه سرچینه اخلي؟ نو موږ به ورته ووایو چي سمده چي له پوهنتونه یې پیل سوی خو کومو کسانو چي د همدې تحریکونو په رأسونو کي قرار درلود هغوی په فکري لحاظ په مساجدو او مدارسو کي تربیه سوي وه او د مسجد او محراب د پیغام پر بناء باندي جوړ وه.

اقبال لاهوري رحمه الله په خپل آخري دیوان (أرمغان حجاز) کي په یو شعر کي د شیطان د تخیلي پارلمان حکایت کوي او وايي : شیطان خپل مدیران راټول کړل او بیا یې پارلمان جوړ کړ چي هر چا به خپل شکایت وړاندي کاوه او د مشر ابلیس سره به یې مشوره کول او حل لاره به یې غوښتل، نو هر یوه په خپل نوبت سره وویل چي صاب له عربو سره څه وکړو؟ له عجمو سره څه وکړو؟ له هندیانو سره څه وکړو؟ له پاکستانیانو سره څه وکړو؟ له افغانانو سره څه وکړو؟ او داسي نور…

نو د عربو شیطان ته یې وویل چي له عربو څخه د محمد ﷺ روح وباسئ نو دوی تیار (أبوجهلان او ابولهبان) دي، دوی ته د لندن او اروپا خوبونه ورکړی، دوی ته د ژوند د هوسایني خوب ورکړی، دوی ته دا وښایاست چي اصلي ژوند خو د اروپا او لندن د خلګو دی ترڅو دوی د هغوی ثقافتونه، رواجونه او قانون رانقل کړي او په خپل ملکونو کي یې رواج کړي نو پدې سره به دوی خپل تاریخي زعامت له لاسه ورکړی وي… چي پدې ډول سره هر شیطان خپلي پوښتني کولې او هري یوې ته به جواب ویل کېدئ تردې چي یو بل شیطان پوښتنه وکړه چي له افغانانو سره څه وکړو؟ دوی زموږ پر پله قدمونه نه ږدي، که چنګیز ورته راسي هم دوی ورسره جنګیږي که انګریز که روس که بل هرڅوک زورور ورته راسي نو دلته یې زور اوبه سي او امپراطوری یې ړنګي سي او زموږ اهداف له خاورو سره خاوري کړي؟ مشر (ابلیس) ورته وویل : چي د افغانانو د غیرت علاج په دې کي دی چي ملا یې له ټولني له معاشرې له مراسمو له غره او له وره ټولو څخه وباسئ، نو دوی به بې غیرته سي ځکه د ملا په موجودیت کي دوی د هیچا خبره نه مني نه د پارلمان مني نه د اساسي قانون مني، نو ملا یې مه په مدرسه کي پرېږده مه په محراب کي، چي پدې ډول به دوی ماده پرسته خلګ سي او د پیسو لپاره به خپل وروڼه هم درباندي خرڅ کړي.
نو که موږ او تاسي فکر وکړو د غرب او کفري نړۍ ټول جنګ او دښمني یوازي او یوازي له مسجد، مدرسې، ملا او طالب سره ده ځکه ابلیس ورته ډېره پخه مشوره ورکړېده، نو ځکه غرونه، دښتي، ځنګلونه، کورونه، مدرسې، جوماتونه او هرڅه ورپسي لټوي په بمونو یې هم ولي، بمبارونه هم ورباندي کوي، چاپي هم باندي اچوي، ټلیفونونه او پلونه یې هم څاري او چی هرځاي یې پیداکړي بېله سکتې یې په شهادت هم رسوي، ځکه دوی ویریږي چي داسی نه چي دا نسل رالوی سي او انتشار پیداکړي نو نه به زموږ شوم اهداف سرته ورسیږي او نه به موږ په مځکه کي فساد ته پریږدي.

ملا او طالب دا جهاد او اسلام او د دعوت کارونه ځکه له مسجد او مدرسې شروع کوي چي دا خو رسول الله ﷺ، ابوبکر صدیق، عمر، عثمان، علي، معاویة او ټولو علماء او تابعینو رضی الله عنهم اجمعین کړی ؤ.

د امام مالک رحمة الله علیه قول دی چي فرمايي : ددې امت آخر به نه اصلاح کیږي، مګر په هغه څه چي ددې امت اول اصلاح سوي ؤ، ددې امت اول او ابتداء له مسجد شروع سوې وه نو کچیري په آخر کي بیرته مسجد ته راوګرځېدل نو خلګ کامیاب دي.

د اسلام په تاریخ کي چي کله حاکم او قوماندان و مسجد او عالم ته رجوع کړېده نو کامیابي یې ورپه برخه سوېده لکه صلاح الدین ایوبي چي په تاریخ کي یې نوم په زرینو کرښو ثبت دی، هروخت به د علماؤ سره ملګری ؤ او په مجلس کي به یې علماء ناست وه د هر کار مشوره به یې له علماؤ سره کوله.

د نړۍ کفار ځکه ملا او طالب نه پریږدي چي دوی نظام اصلاح کوي، ټولنه اصلاح کوي، د فساد مخه نیسي، رشوت ختموي، امر بالمعروف نهي عن المنکر کوي، د طاغوت مخنیوی کوي، مسلمانانو ته آرامي او سوکالي راولي او د فتنو مخنیوی کوي، نو هرومرو به یې مخي ته کوم څوک دریږي نو تاوان به ورته رسوي.

نو ځکه کفار او د هغوی ملګري هر وخت چي همدا منور خلګ وویني نو لاس ترې نه اړوي او په ورته په زیان رسولو باندي یې شروع کوي چي ښه مثال یې موږ د کندز پېښه هم ذکر کولاي سو، دوی ولي بې ګناه او معصوم ماشومان او طالب العلمان په شهادت ورسول؟ ځکه ددوی سره فکر ؤ چي سبا به بیا دوی را لویان کیږي او زموږ د فتنو مخه به نیسي زموږ شوم اهداف به رسوا کوي او پدې اسلامي او افغاني ټولنه کي به عدل قائموي.

نو کوم مسلمانان چي و چا ته په حق سره توصیه کوي نو کفار خو هرومرو پر هغوی حمله کوي او زیان ورته رسوي او همدوی مسلمانان به پخپلو ټولنو کي هم لداسي چا سره مخ کیږي چي د حق مخنیوی کوي او همدې مسلمانانو ته په ضرر رسولو کي له هیڅ کار څخه دریغ نه کوي، نو نورو ته بیا لازمه ده چي کومو ته چي زیان رسېدلی دی باید هغو ته په صبر سره توصیه وکړي، ځکه ددنیا ژوند د مسلمان او مؤمن لپاره تریخ دی په تېره بیا د هغه چا لپاره چي د طاغوت مخه نیسي کچیري د رسول الله ﷺ د صحابه کرامو د تابعینو رضی الله عنهم اجمعین سیرت مطالعه کړو نو هغه زموږ لپاره یوه ښه نمونه ده، نو موږ او تاسو به خپل جرأت نه بایلو، خپلي هیلي به له لاسه نه ورکوي، مایوسه کیږو به نه بلکي ددې پرځاي به یو بل ته په صبر سره توصیه کوو. لکه څرنګه چي الله تعالی فرمایي :

… إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَفِي خُسۡرٍ ٢ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡحَقِّ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ ٣[سورة الـعصر,۲-٣]

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښه لیکنه ده، د مسجد حق مو اداء کړیدی خو: د زمان او مکان شرائط ډېر فرق لری.نن ورځ په مسجدونو کی د ټولنیزو چارو اجراء نه مناسبه ده او نه ممکنه ځکه اداری تشکیلات له هره پلوه ډېر پراخ شویدی او مسجد یا مسجدونه دومره ظرفیت او ګنجایش نلری چه د نن ورځنی کارونه پکی اجراء شی. هغه څه ډېره مهمه ده دا ده چه د اسلامی ټولنی ټولی اداری چاری باید په پاکۍ تر سره شی او که چیری نیتونه پاک نه وی او خدمتونه خالصانه نه وی که حتی په مسجدونو کی هم تر سره شی ګټه… نور لوستل »

احمدوز
میلمه
احمدوز

ا۰م۰ دلسوز صاحب کور دی ودان جزاکم الله خیر احسن الجزا ډیره ښکلی او به زړه پوری لیکنه وه ډیر څه مو تری زده کړه نهایت مفیده او فایدهمنه نسخه د ویښتابه دامت لپاره ده خاصتا له عنوان او سرلیکنه کی غټ مفهوم پورت دی چی په تا ولی بمونه نه غورځی البته د هغو لپاره چی سر خلاصوی شی او چی سر یی نه خلاصیږی هغه نو هغه ده وای ده کجا و درخت ها کجا هغوی دی خپل نظر ساتی۰ ډیره مننه والسلام ۰ یو وړوکی سوال هم کوم دلسوز صاحب نه هغه چی داعیان دی او مسئونه… نور لوستل »