شعـــــرونه

کندوزه ! / عمري خوستی

شاعر : عمر عمري خوستی

ستا پر تن بلې لمبې شولې کندوزه
درپسې د چا ښېرې شولې کندوزه

په بارودو دې دښمن کړلې ویجاړې
لولپه دې شنې درې شولې کندوزه

سيپارې، مسجد، منبر او قرآنونه
مدرسې په وینو سرې شولې کندوزه

کلی، کور، سمې او غرونه د بمبار شول
درنه جوړې هدیرې شولې کندوزه

ستا له غېږې د تنکیو ماشومانو
را روانې جنازې شولې کندوزه

ګل ځوانان د تورو خاورو بندیوان شول
پرې ولاړې تل جنډې شولې کندوزه

ستا په غم کې د (عمر عمري) یاره
د زړګـي مـاتـې شیشې شولې کندوزه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x