افغانستان

په ننګرهار کې د پارلمان یوه وکیل پر رایه ورکوونکو ډزې کړې

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت له مرکز جلال آباد ښار څخه ورکول شوی خبر کاږي، چې د دغه ولایت د تاتارې سېمې د بي بي عایشې لیسې په انګړ کې د رایه ورکونې په  محل کې نښته را منځته شوې.

د آزادۍ راډیو د سیمه یېز خبریال شاه محمود شینواري له معلوماتو سره سم، د پارلمان وکیل انجنیر غفار له خپلو ساتونکو سره سېمي ته له رسېدو سره جوخت له رایه ورکوونکو غوښتنه کړې، چې یوه ځانګړي کاندید ته رایه ورکړي،کله چې هغوی انکار کړی، نو یې په ګڼ خلک وهلي ډبولي او ساتونکو یې بیا ډزې کړې دي.

عیني شاهدان وايي، چې دوه ټپیان یې لیدلي، چې امنیتي ځواکونو روغتون ته ولېږدول.
ویل کېږي، چې اوس هم خال خال ډزې روانې دي او زیاتره خلک په مایوسۍ سره بېرته خپلو کورونو ته روان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x