ظاهر خان د ټپي کېدو له امله د آی پي ایل سیالیو نه بهر شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې سوکه توپ اچونکی ظاهر خان پکتین بدبختانه په تمریناتي کیمپ کې د اوږې د ټپي کېدو له امله د هند سوداګریزو سیالیو څخه بهر شو.

ظاهر خان پکیتین چې د راجهستان لوبډلې لخوا په ۶ ملیونه هندۍ کالدارې پلورل شوی و، او اوس د ګډون په موخه هندوستان ته تللی و، چې د څه مودې راهیسې په تمریناتي لوبو هم بوخت و، اوس په اوږه کې د غوښې شکېدلو له کبله نشي کولای لوبې وکړي.

ظاهر خان پکتین پخپله فیسبوکپاڼه په لایو ویډیو کې له خپلو مینوالو څخه بخښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده چې په دغو سیالیو کې د ټپي کېدو له کبله ګډون نشي کولای او ډیر ژر به خپل هېواد ته راستون شي.

نوموړي زیاته کړه چې ډاکټرانو دده لپاره د درې څخه تر څلورو اوونیو پورې د ارام لارښوونه کړې ده، خو دا یې هم ویلي چې که ژر روغ شي نو بیرته به په سیالیو کې د شرکت لپاره هندوستان ته ولاړ شي.

ظاهر خان پکتین ته د آی پي ایل بولۍ پر مهال ډيرې سترګې واوښتې چې په پای کې د راجهستان لوبډلې لخوا وپيرل شو، دغې لوبډلې د ظاهر خان په لاسته راوړلو خوښي څرګنده کړه.

په تېرو څو ورځو کې د راجهستان لوبډلې پر فیسبوکپاڼه او انسټګرام د ظاهر خان عکسونه ډېر ښکته پورته کېدل، او دا یې د خپلې لوبډلې زمری باله، خو بدبختانه چې د نوموړي وړتیا څخه به یې لوبډله ګټه پورته نه کړي.

اټکل کیږي چې نن به د ظاهر خان لوبډله د راشد خان لوبډلې پر وړاندې لوبیږي، چې د ظاهر خان د لوبېدو امکان نشته خو د سنرایزز لخوا به راشد خان خپله لومړی لوبه ترسره کړي.