نړۍ

پښتین: پیښور نه ورسته به په لاهور کې هم جلسه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۷ل): پرون خیرپښتونخواه مرکز پیښور کي د “پښتون ژغورنې غورځنګ” د منظور پښتین په مشرۍ کي یوه لویه جلسه وکړه.د یادې غوندډې د تنظیمونکو په خبره په دې ناسته کې د پېښور، قبایلی سیمو،بلوچستان او له پنجابه هم خلکو ګډون کړی وو.

دپښتون ژغورنې غورځنګ جلسې دپاره دپېښور په رینګ روډ د سرحد پوهتنون مخې ته یو لویې میدان جوړ کړل شوي وو.

په ټوله جلسه کې میرمنو،‌ماشومانو او د زاړه عمر سړو دخپلو بې درکه شوؤ خپلوانو عکسونه ګرځول اؤ خلکو ته به یې فریادونه رسول. جلسې ته نږدي د مخابراتي شبکو فعالیت هم بند وو.

پېښور کې زرګونه خلکو د منظور پښتین په مشرۍ د “پښتون ژغورنې غورځنګ” په غونډه کې ګډون کړی و. دې غونډې ته په خبرو کې ښاغلي پښتین وويل، چې دی د زور زیاتي خلاف دی، که هغه هر څوک وي.

ده دا هم وویل چې دوی یوازې او یوازې د ملت استازي دي. او د عامو جګړه ځپلو پښتنو غږ پورته کوونکي دي.

ده د خلکو له هوډ ستاینه وکړه ویې ویل چې همدغه د خلکو هوډ تر دې ځایه را رسولي او خپلې دې مبارزې ته به تر هغه دوام ورکوي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې.پشتین و ویل په روانه میاشت کې به لاهور او سوات کې هم ورته غونډې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x