افغانستان

بلخ: د رایې اچونې درې مرکزونه وتړل شول

د بلخ ولایت د تاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د دې ولایت په مر کز کې درې ټاکنیز مرکزونه وتړل شول.

په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مشر عزت الله ارمان وايي، چې دغه مرکزونه مو د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې وتړل.

د دوی په قول په دې مرکزونو کې د تقلب وېره، ځکه چې د یاد مرکزونو اړوند یو زورواکي خلک په زور د یو مشخص نوماند لپاره رایې اچونې ته اړباسل.

ارمان وايي: «یوه زورور د درغلۍ هڅه کوله، موږ ځکه دغه درې مرکزونه وتړل.»

پر دې سربېره د بلخ په چمتال او زاري ولسوالیو کې هم څلور مرکزونه د طالبانو د ماین کارۍ له امله تړلي پاتې شول. په داسې حال کې چې شېبه وړاندې په مرکز کابل کې کې هم د زورواکانو او درغلیو له امله د دریو مرکزونو د تړلو خبر ورکړل شو. یاده دې وي چې د بلخ والي عطا محمد نور شېبه وړاندې خپله رایه وکاروله او پر خپلو امنیتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې د درغلۍ او نا امنۍ مخه دې ونیسي.

تر اوسه پورې د هېواد له مرکزه او ولایاتو نه د لسګونو بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي، چې درنه مرګ ـ ژوبله ورسره مله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x