افغانستان

د کابل پوهنتون استاد حبیب الله جاج پښتونزوی وفات شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد حبیب الله جاج پښتونزوی وفات شو.

استاد، چې پر جاج پښتونزوی مشهور و، کلونه کلونه په دې څانګه کې خدمت وکړ، چې نن يې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

هغه چې په پښتو څانګه کې يې «نړیوال ادبیات» تدریسول، د مړینې په تړاو يې اجرائیه ریاست هم د خواشینۍ پیغام خپور کړی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله پخپله رسمي پاڼه د پښتو ادب لپاره د هغه هڅې ستایلې، مړینه يې لویه ضایعه ګڼلې ده.

« زه د ارواښاد په مړینې خواشینی یم، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، محصلینو، کابل پوهنتون او د پښتو ادب لارویو ته تسلیت وایم. ارواښاد ته د جنت فردوس دعا کوم.»

د استاد جنازه نن پر دوه بجې د کابل ښار شهدای صالحین هدېره کې خاوروته سپارل کېږي.

استاد حبیب الله جاج پښتونزوی تېر کال د پښتو ادبیاتو په برخه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ مډال هم اخیستی و.

د نن ټکی اسیا اداره، د ارواښاد استاد کورنۍ، محصلانو او د پښتو ادب لارویانو ته تسلیت وړاندې کوي او هغه ته د جنت غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x