افغانستان

کندوز: د طالبانو څيړنیز پلاوي خپلې پایلې رسنیزې کړې – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): د کندوز په دشت ارچي کې چې ډېره سیمه يې د طالبانو تر واک لاندې ده، د تېرې اوونۍ د بمبار په تړاو طالبانو رسمي پلاوی ټاکلی او د پېښې دقیق تلفات يې رسنیز کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې د دوی پلاوي هڅه کړې چې د پېښې د قربانیانو لنډ شهرت را ټول او خپل دغه مفصل راپور خپلو مشرانو ته وړاندې کړي.

«اسلامي امارت د دغه ستر جنایت د پلټنې په تړاو سیمې ته هېئت واستاوه چې تر ممکنه حده د پيښې د قربانیانو هویت او آدرسونه معلوم کړي او له ټولو اسلامي او انساني سرو کرښو څخه د دغه ستر تجاوز نور پوښلي اړخونه هم له سیمې څخه په دقیقه لیدنه او څیړنه سره ثبت او راپور يې مشرتابه ته وړاندې کړي.»

د طالبانو رسمي پلاوي په هغو سیمو کې د قربانیانو لنډ شهرت را ټول کړی، چې د دوی تر واک لاندې وې، د ذبیح الله مجاهد په وینا د حکومت تر لاس لاندې سیمو کې يې د قربانیانو په اړه معلومات نه دي را ټول کړي.

تېره دوشنبه، د دشت ارچي د دفتاڼو بازار ته څېرمه د دستاربندۍ پر مراسمو د بمبار له امله شاوخوا ۱۷۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

طالبان وايي یوازې د دوی تر ساحې لاندې د دوی پلاوي د ۵۹ تنو وژل شویو او ۱۵۰ تنو ټپيانو معلومات را ټول کړي دي.

تېره ورځ د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني هم په داودخان روغتون کې د دې بمبار له ټپیانو سره د لیدلو پر وخت وویل، د دوی لېږل شوی پلاوی «دقیق معلومات» را ټولوي او له رسنیو سره به يې شریک کړي.

هغه دعوه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو دا دنده نه ده، چې ولسي وګړي په نښه کړي.

دې پېښې په کور د ننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x