
کندهار: ګډو ځواکونو لسګونه ولسي وګړي وژلي او زنداني کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل):د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې وړمه شپه داخلي او بهرنیو ځواکونو یو ځای پر ولسي وګړو چاپه اچولې.
د سیمي اوسېدونکو نن ټکي اسیا ته په را لیږلو پیغامونو کې ویلي چې د یادي ولسوالۍ د سوزنیانو له سیمي نه د ملاصاحب د سرای هغه عسکرو چې په ویګو موټرو کې راغلي وو نژدې ۶۰ تنه کلیوال د بندیانو په ډول له ځان سره یووړل.
د سرچینې په وینا کورنیو او بهرنیو عسکرو د چاپې په پیل کې دوه تنه ولسي وګړي ځای پر ځای ووژل.
دوی وايي لا هم د زنداني شویو کلیوالو له وضعیته خبر نه دي.
د کندهار ځايي دولتي چارواکي هم وايي چې په یاده سیمه کې يې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، خو د ملکي تلفات او ولسي وګړو د زنداني کېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې تېره اوونۍ په کندوز کې د دولتي ځواکونو له لوري د شوي بمبار په اړه د ولس احساسات لا ساړه شوي نه دي.
طالبانو هم په دې سیمه کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي د چاپې په مهال یې له ګډو ځواکونو سره جګړه کړې او د اوو تنو طالب سرتیرو وژل یې هم تائید کړي.
سوزنیان سیمه د ارغنداب او شاولیکوټ ولسوالیو تر منځ سرحدي او نا امنه سیمه بلل کیږي.