افغانستان

اربکیان څارونکي د ټاکنو څارنې ته نه پرېږدي

له بېلابېلو ولایاتو نه تر لاسه شوي، خبرونه وایي، چې اربکیان د یو نوماند څارونکي د ټاکنو دڅارنې لپاره نه پرېږدي.
د کنړ د ځینو ولسوالیو مقرونو ته څېرمه د اېښوودل شویو صندوقونو پر سر ټاکل شوي څارونکي شکایت کوي، چې اربکیان د یو مشخص نوماند لپاره په خپله خوښه صندوقونه ډکوي او دوی د څارنې له پاره نږدې نه ورپرېږدي.

په پکتیکا کې هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړي وايي، چې د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله خپلو ملګرو ته امر کړی، چې د تحول او تداوم ټیم څارونکي باید له څارنې لرې وساتل شي. په یاد ولایت کې څارونکي اندېښمن دي، چې که څه هم قومندان عزیز الله په ښکاره د دوی پلوی دی، خو دا چې ډېری اورګون مېشت د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان دي، دوی ويره لري، چې صندوقونه به یو اړخیز ډک شي.
په تېرو ټاکنو کې هم همدې قومندان د ډاکټر عبدالله عبدالله په پلويتوب شپږ صندوقونه ډک کړي وو، چې له افشا وروسته يې رايې باطلې اعلان شوې.
په ورته وخت کې د غزني د اندړو اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالي امنیه قومندان چې وړاندې د اربکیانو قومندان و، لطف الله کامران اربکیانو ته امر کړی، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه خلک رايې اچونې ته اړ کړي. د دوی په خبره که څه هم لطف الله کامران د غزني ژورنالیستانو ته څو ځله د ډاکټر اشرف غني د پلویتوب ژمنې ورکړې دي، خو داسې ښکاري چې د پیسو په مقابل کې يې خپلې ژمنې هېرې کړې دي.
په ورته وخت کې له هرات ولایت نه زموږ همکار وايي، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي نږدې دوولس سوه مرکز مشران په پیسو ګمارلي چې باید یواځې ده ته رايه ورکړي. د سرچینې په قول په تېرو ټاکنو ډاکټر عبدالله عبدالله ورته چلند کړی و.
د ټاکنو له پیله نږدې څلورساعته تېرېږي، چې د هېواد له بېلابېلو برخو د ګڼ شمېر درغلیو راپورنه خپاره شوي دي.
ټاکنې به د مازیګر تر څلورو بجو روانې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x