جاپان د راتلونکو ټاکنو لپاره مالي مرسته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، جاپان د را روانو ټاکنو لپاره د نږدې څوارلس میلیونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

له دې وزارته د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د جاپان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ماساهیسا ساتو له حکمت خلیل کرزي سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د ټاکنو لپاره به ۱۳،۷ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د سرچينې په وینا جاپان په امنیتي برخه کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو او د ترافيکي ازدحام د له منځه وړلو لپاره يې د ۱۲ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د ناټو تر چتر لاندې په تېرو اوولسو کلونو جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۶،۶ میلیارده ډالر مرسته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت یوه «ښه مرسته کوونکی هېواد» بللی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو د معلوماتو له مخې د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ۳۰ میلیونه ډالر لګښت په پام کې دی، چې ۱۰ سلنه يې افغان حکومت او ۹۰ سلنه يې مرستندویه هېوادونه پر غاړه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان بدیع څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د تلې میاشتې پر ۲۸مه به ټاکنې ترسره شي او ويې ویل چې د برېښنايي تذکرو له مخې به رایه ورکوونکي ثبت شي.

د برېښنايي تذکرو د وېش مسوولینو نږدې میاشت وړاندې د دې تذکرو دوېش په پلمه د بایومټریک پروسه پیل کړه، خو په ارګ کې د څو تنو له بایومټریک پرته يې تر اوسه کوم درک نه دی لګېدلی.

د شنونکو په باور د ټاکنو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په کتو ښايي دا هم وروستۍ نېټه نه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د