افغانستان

ضعیف: طالبان به د پاکستان فشار ونه مني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، طالبان به هیڅکله دې ته راضي نه شي چې د پاکستان فشار ومني.

هغه له پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز سره په خبرو کې ويلي، پاکستان پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د هغوی ځینې لوړ پوړي مشران نیولي هم دي.

ضعیف زیاتوي چې طالبان د پاکستان یا هم ایران په منځګړیتوب کومې معاملې ته نه تیارېږي، بلکې تکراري يې ويلي چې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي.

پاکستان دا اقدام وروسته له هغه کوي، چې تېره جمعه يې لومړی وزیر کابل ته راغی او له محمد اشرف غني سره د يې د «عمل پلان» په نوم پر اوو مادو هوکړه وکړه.

پر دې سربېره په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د امریکا د بهرنیو چاو وزارت سلاکارې الیس ویلز ويلي و، پاکستان د افغان سولې په برخه کې مرسته کولی شي.

تر دې څرګندونو وروسته د پاکستان پوځي چارواکو وویل، چې پر طالبانو هیڅ ډول نفوذ نه لري، ځکه خو يې د سولې خبرو ته هم نه شي چمتو کولی.

طالبانو پخپلو اعلامیو کې پرلپسې ټینګار کړی، چې د سولې د خبرو لپاره د قطر دفتر د دوی یوازينی ادرس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا خبری هغه چا ته د منلو وړ دی کوم چه عقل ئې په کومه کازینو کی ګرَو وی.

نعمت الله

دیر شایسته او شکلی معلومات مو ولوستل

نا پيژاند

بس څہ یی کوی څہ مجبوری دہ اوڅہ بی ھمتی دہ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x