ډاکټر غني: امنیتي بنسټونه دې په ټاکنیزه پروسه کې مداخله نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي، امنیتي بنسټونه بايد په ټاکنیزو پروسه کې هیڅ مداخله ونه کړي.

هغه خوست ته په کړي سفر کې ويلي، چې امنیتي ځواکونه دا حق نه لري چې په ټاکنیزه پروسه کې مداخله وکړي.

ډاکټر غني نن خوست ته په رسمي سفر لاړ او هلته يې د خوست هوايي ډګر ځغاستلیکه پرانیسته.

محمد اشرف غني په داسې حال کې د ټاکنو په برخه کې د امنیتي بنسټونو د نه مداخلې خبره کوي، چې تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له امنیتي بنسټونه شکایت وکړ.

د ټاکنو د خپلوا کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې امنیتي چارواکي او نور زورواکي په ټاکنیزه پروسه کې په پوره زور د خپلو خپلوانو د مقررۍ هڅه کوي.

هغه د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې د خنډونو په لیست کې د نا امنۍ تر څنګ د امنیتي مسوولینو او زورواکو مداخله هم یاده کړه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر تر اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په چنګاښ کې نه؛ بلکې د تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

د شنونکو په باور د ټاکنو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په کتو ښايي ټاکنې له یادې نېټې هم ډېرې وځنډول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د