آی پي ایل: نن ماښام د راشد خان او ظاهر خان لوبډلې مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو آی پي ایل کې به نن ماښام د راشد خان او ظاهر خان لوبډلې مخامخ کیږي.

د راشد خان او ظاهر خان لوبډلو لخوا په یوه خپور شوي راپور کې د ننۍ لوبې لپاره اټکل کېدونکې یوولس کسیزه لوبډله غوره شوې وه، چې په کې د سنرایزز لوبډلې لخوا راشد خان هم شامل و.

بل لوري ته د راجهستان لوبډلې ښودلې وه چې دوی په لومړی لوبه کې د ظاهر خان ګډون یقیني کړی و، خو بدبختانه هغه د ټپي کېدو له امله له دغو سیالیو بهر شو.

ننۍ لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې پېل کیږي، چې په کې د راشد خان ګډون یقیني او د محمد نبي شکمن دی.
ځکه که چیرې ددوی لخوا شکیب الحسن لوبیږي نو بیا د نبي د لوبېدو چانس کم دی.

د یادونې وړ ده چې د آی پي ایل سیالیو یوولسم پړاو دوه ورځې وړاندې پېل شوی چې تر دې دمه د مجیب ځدراڼ، ام ایس دهوني او کولکتې لوبډلو بریا خپله کړې ده.

مجیب ځدراڼ پخپله لومړۍ لوبه کې وړتیا وښودله او پخپلو ۴ اورونو کې یې ۲ ویکټې او یو خطرناک رن اوټ ترلاسه کړل، چې نوموړی د مبصرینو او د کرېکټ څارونکو لخوا وستایل شو.