تونسي عالم: اسلامي امت د سعودي فتواګانو تباه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د تونس هیواد مشهور عالم (شیخ بشیر بن حسن) وايي چې په تېرو څو لسیزو کې د سعودي عربستان د رسمي دیني مراجعو فتواګانې د اسلامي امت د تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځیدلي.

هغه په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د سعودي واکمن په اخوان المسلمین د ترهګرۍ تور لګوي او اروپایان ترې ډاروي. خو په وینا یې، حال دا چې ترهګري د سعودي او د هغه د علماوو له فتواګانو زیږیدلې پدیده ده.

شیخ بشیر د حرمین شریفین خاوره تر «اشغال» لاندې بللې او زیاته کړې يې ده چې «هر څوک زمونږ دواړه قبلې تر اشغال لاندې نه ګڼي، هغه هم شرعا او هم عملا جاهل دی».

نوموړي تونسي عالم زیاته کړې:
«لومړنۍ قبله بیت المقدس مو د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده، اما دوهمه قبله مو د عربو اسرائیلو اشغال کړې. د دواړو قبلو ازادي په مونږ ټولو باندې واجب ده».

شیخ بشیر بن حسن د مثال په توګه د سعودي علماوو څو هغه فتواګانې ذکر کړي، چې په وینا یې په تېرو څو لسیزو کې د اسلامي امت ترمینځ د اختلاف او فتنې لامل ګرځیدلي.

هغه زیاتوي: «د بې لمانځه کس د تکفیر فتوی ډیرې فتنې وزیږولې. همدا راز د اسماء او صفاتو په مفهوم کې په مخالفینو باندې د بدعتیانو حکم، چې باید تعلق ورسره قطع او آن ووژل شي».

نوموړی عالم وايي چې د سعودي درباري علماوو د عراق په پخواني ولسمشر صدام حسین او د هغه په ګوند د کفر فتوی صادره کړه او «بیا یې د همدې فتوی په رڼا کې له امریکا نه مرسته اخیستل جایز وبلل او عراق یې په امریکایانو وران او ویجاړ کړ».

شیخ بشیر بن حسن، د اسلامي امت د «تباه کوونکو فتواګانو» په لړ کې زیاتوي: «که د چا پایڅې په ناپامۍ هم له ښنګرو ټیټې وي تر سختې رټنې او غندنې لاندې راځي، د ولاء او براء په مسئله کې غلو کوي او په خلکو کې د تشدد او نفرت مفکورې ته لمن وهي».

یاد تونسي عالم وايي، سعودي علماء د هغه چا په خلاف د ګمراهۍ فتوی ورکوي چې له واکمنو سره همنظره نه وي، دغه راز یې «توحید» یوازې په خپلې شخصي عقیده او هیواد کې منحصر کړی او داسې ښيي چې ګویا له دوی پرته نور مسلمانان «مشرکان» دي.

د هغه په وینا، د سعودي مفتیانو د شرعي نصوصو دایره تر دې حده راتنګه کړې چې په فتواګانو کې نه ځمکني حقائق په نظر کې نیسي او نه د شرعي احکامو مقاصدو ته پام کوي، بلکې وچ په ظاهر پسې نښتي وي.

شیخ بشیر بن حسن یو له هغو علماوو دی چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په یوې مدرسې يې وروستی بمبار په کلکه غندلی او د حرم شریف امام (عبدالرحمن سدیس) یې راننګولی و، چې د جمعې په خطبه کې د کندز عام وژنه وغندي.

 

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سعودی د مُلایانو فتواګانی اکثراً ستراتژیک اهداف لری مثلاً: دوی وائي چه په لمانځه ( د قیام په حالت) کی باید دوې پښې دومره سره لیری وی چه مثلاً حیا دی وی خوټی د زنګُولُو غوندو د اتڼ فرصت پیدا کی ددې فتوا ستراتژیکه ګټه داده چه که مثلاً دوو درو څلورو نورو کسانو وغوښتل چه د لمونځ کوونکی د پښو تر منځ د ورقو یا پتو په لوبو لګیا شی نو د ځای د مشکل سره مخامخ نه وی او په ضمن کی به د سعودی یا نورو سلفیانو د محتسبینو د سترګو څخه په امان هم وی هغه… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

سعودی علما واقعا جید علما دی ،چه د خپلو خلکو سوله ییز ژوند لپاره همیشه داسی فتوا صادری کړی.چه هم یی خپل خلکو ،او هم یی خپل دولت لپاره دهوسایینی او ترقی سبب شوی دی.سعودی علما همیشه دخپلو خلکو او د حکومت لپاره داسی ګامونه اوچت کړی،چه د دولت ،رعیت ،او حاجیانو امنیت ،یی تضمین کړیدی،سعودی علما ،په ښه ارام ذهن سره او په ښه سالمه تغذیه سره خپل درسونه پای ته رسولی دی.سالم ذهن .سالمه تغذیه،د یوه سالم عالم جوړښت چوکات دی،سعودی عالم سره هر څومره په بحث کی چه منطق ،اصول او دلایل مراعات نه کړی،هغوی به ډیر… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د فتوو به اړه زما ارزونه داسلامی معلوماتو له مخی : فتوی په هغو مسایل کی جایز شوی چه په هغو مسلو کی د قران صریح احکام شتون نه لری. د مثال به ډول فرمایی اقیمو الصلات لمونځونه وکړی یا زکاتونه ورکړی او حج ته ولاړ شی چه په وسه مو وی یعنی جسمانی وسه او یا اقتصادی وسه . دی ډول اوامرو ته احکام وایی ، څرنګه لمونځ وکړی څرنګه زکاته ورکړی یا څرنګه حج وکړی هغه په احادیثو کی ترمیم شوی مونږ فتوی ته اړه نه لرو . هو دا شرط پکی مهم دی چه له قران او… نور لوستل »