افغانستان

ننګرهار کې لسګونه چاودنې او بريدنه شوي

نن ټکی اسيا: ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د يادې ولسوالۍ کابل دوه سرکې ته څېرمه دټاکنو په يو مرکز کې د چاودنې له امله نوموړی مرکز بند او کارکوونکي يې له سيمه وتلي دي. سرخرود ولسوالۍ څخه يو بل تر لاسه شوی خبر زياتوي، چې قلع بختان سيمه کې د ښځينه رايه ورکوونکو پر مرکز چاودنه کې مرکز بند او څو ښځينه کارکوونکې ټپيانې شوې.

چمتله کې د ټاکنو پر مرکز د بريد له امله مرکز بند شوی
سرخرود چمتلې څخه راغلی راپور وايي، چې د چمتلې سيمې کلينک چې د ټاکنو د مرکز په توګه کارول کيده، د طالبانو لخوا پرې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو، چې له امله ياد مرکز بند او کارکوونکي تښتېدلي دي.
چپرهار ولسوالۍ کې څلور عسکر و وژل شول
چپرهار ولسوالۍ څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې يو کرولا ډولي موټر کې د ملي اردو څلور عسکر ناست، چې طالبانو پر د راکټ بريد وکړ.
په بريد کې کرولا ويجاړه او څلور واړه عسکر و وژل شول.
د روداتو ولسوالۍ څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې حصار شاهي سيمه کې د تاکنو پر امنيت ساتونکو پليو عسکرو درې پرله پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دې تر لاسه شوي.
خوږياڼو ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې لوخۍ سيمه کې د ټاکنو پر مرکز بريد شوی، چې له امله يې مرکز بند شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.
خوږياڼو څخه يو بل خبر کې راغلي، چې وزيرو کناداباد سيمه کې د رايو اچونې پر مرکز بمي بريدونه شوي، چې له امله يې مرکز خالي او کارکوونکي تښتيدلي دي.
خوږياڼو کوز بيار کې طالبانو د رايو صندقونه مات کړي دي
د خوږياڼو ولسوالۍ کوز بيار سيمې څخه عيني شاهدان وايي، چې طالبانو د ټاکنو پر مرکز بريد کړی او د رايې اچولو صندقونه يې مات کړي دي.
د نوموړي مرکز يو کارکوونکی سرمعلم ولي محمد وايي، چې د رايو صندقونه طالبانو ورمات کړي او د دوی دوه همکاران يې هم ډبولي دي.
د سرمعلم ولي محمد له قوله د سيمې نژدې دوه نيم سوه کوره د طالبانو له ويرې د رايې اچولو مرکزونو ته نه راوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x