هرات: په ډک بازار کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه شوې چې له امله یې د رسمي سرچینو په وینا شپږ کسان وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن ماځیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې د شینډنډ ولسوالۍ په ټانګ تېل سیمه کې را منځته شوه.

او زیاته کړې چې چاودېدونکي توکي په یوه زرنج کې ځای پر ځای شوي وه، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

د هرات د امبولانس مسؤول ډاکټر محمدي ویلي چې په چاودنه کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

که څه هم تر اوسه د پيښې په اړه معلومات ابتدائي دي خو یو شمېر نورې سرچینې مرګ ژوبله زیاته ښيي او وايي چې پنځلس تنه مړه او شل نور ټپيان شوي دي. خو تر اوسه لا رسمي سرچینو دغه راپور نه دی تایید کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه چاودنه ددوی په «مجاهدینو» اړه نه لري، بلکې دوی داسي معلومات لري چې چادنه د دولت اړخ په قصدي ډول کړي او په وینا یې مرګ ژوبله هم ټوله عامو خلکو ته رسیدلې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

ظلمونه په نوی نوی بڼه سره.د کندز د خلکو اوښکی وچی شوی نه وی چه دا ده د هرات خلکو.اوښکی او وینی سره یو ځای وبهیده.دطالیبان ډوڼدرمار خو دا ظلم رد کړ.او ځان یی سپین باز وښود،حکومت خو وایی چه د ولس خو زه مور پلار یم، له موږ(ولس )څخه لاره ورکه نه ده،دوست دښمن ښه پیژنو،خو ارمان تشه لاسه ته مو دښمن،ولس به هیڅ کله د پنجاب او روسیه غلامانو.او د واشنګتن غلامانو ظلمونه هیر نه کړی،د حساب په ورځ به د غلامانو سره پوره پوره حساب کیږی،نه به کلداره ،روبل ،او ډالر چلیږی نه به بل څه،اوس هم… نور لوستل »