fbpx

حُورالعین پېژنئ؟!

جُنيد احمد مبارز

په تفاسیرو کي د حورالعین ژباړه په سپین پوستو او ښایسته غټو سترګو لرونکو، پېغلانو سره سوې ده.

حورالعین یعني داسي پېغلي نجوني چي هم سپین پوستي وي او هم ښایسته غټي سترګي ولري.

د حورالعین په صفت کي الله تعالی بېل بېل قران کریم کي فرمایي :
[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 35] إِنَّآ أَنشَأْنٰهُنَّ إِنشَآءً
یعني: دغه حوري موږ په یو ښه خِلقت سره پیدا کړي دي. یعني دوی زېږدېدلي نه دي، مور و پلار نه لري دا د الله تعالی له طرفه خلق سوی مخلوق دی.

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 36] فَجَعَلْنٰهُنَّ أَبْكَارًا
الله تعالی فرمایي: دوی مو پېغلي ګرځولي دي. یعني پېغلاني دي.

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 37] عُرُبًا أَتْرَابًا
پر خپلو جنتي خاوندانو عاشقاني دي او دوی ټولي د یوه عمر همزولاني دي.

الله تعالی بیا هم په سورة الواقعه کي فرمایي :

وَحُورٌ عِينٌ _ كَأَمْثٰلِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ
او ګرځي به پر دغو جنتیانو، حوري، سپین مخي، د غټو سترګو خاونداني، په مثل د هغه لؤلؤ او مرغلرو چي په پوښو کي ساتل سوي وي.

[سُوۡرَةُ الرَّحمٰن : 56] فِيهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ _ فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَان ِ _ كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَان
یعني په دغو جنتو کي به د سترګو پټوونکي، بندوونکي حوري وي. یعني په جنتو کي د جنتیانو لپاره داسي حوري سته چي بېله خپلو خاوندانو د بل چا وطرف ته سترګي نه اړوي چي دغه حوري به د جنتیانو مخکي، نه انسان مسح کړي وي او نه پېريان؛ پېغلاني دي هيڅ لاس نه دی ور وړل سوی، ګواه کي دغه حوري یاقوت او مرجان دي، په صفایي لکه ياقوت په سپین واله لکه مرجان. مګر ددې دنیا ښځي چي جنت ته ولاړي سي په ښایست کي تر حورالعین ډیري زیاتي او لوړي دي.!

#یادونه: د جنت ښځي یا د جنتیانو مېرمني که حوري وي، که ددې دنیا مؤمني ښځي وي؛ د ظاهري او باطني مرداریو څخه پاکي دي، هلته نه حيض سته نه نفاس، نه بولي سته نه ګندهګي، چي دا ظاهري پاکوالی دی او په اخلاقو کي یې هیڅ بدي یا بداخلاقي نسته چي دا باطني پاکولای دی.

الله تعالی دي موږ پخپل فضل سره جنت ته داخل کړي.
آمين يارب العالمين

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

که یو څوک ووائي چه بله هفته یا بله میاشت یا بل کال د فلانی چا زوی زیږی او نوم به ئې فلانئ وی او فلان شُغل او کسب او مقام به ولری، که دا خبر حقیقت ومومی او کټ مټ همهغسی وسی نو ددې کس هره خبره او هر فرمائش د منلو وړ دی اوس که دا کس خالق د ټول کون او هستی وی نو بیا خو ئې هیڅ شک او شبه په هیڅ خبره او وعده کی نه پیدا کیږی.د جنت موجودیت د سبحانه و تعالی د وعدې په اساس مطلق حق دی او څه چه قرآن… نور لوستل »