افغانستان

کاپیسا: اربکیانو د اشرف غني څارونکي ډبولي دي

د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي څارونکي وايي، چې په دوو مرکزونو کې يې ملګري ډبول شوي دي. په سیمه کې زموږ همکار وايي، چې د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې د شهید فیض محمد او شهید محمد عمر په ښوونځیو کې دوو مرکزونو ته ټاکل شوي څارونکي وهل شوي دي.

د سرچينې په قول په محمود راقي کې د اربکیانو عمومي قومندان یادومرکزونو ته څېرمه د اشرف غني عکسونه څيرلي دي او سیمې ته نږدې نه کوم څارونکی پرېږدي او نه هم پښتون خبریال؛ په سیمه کې مېشتو اربکیانو د اشرف غني دوه تنه څارونکي له وهلو وروسته له مرکزونو شړلي دي.

تر دې وړاندې د کاپیسا ولایت په مقر توغندی توغول شوي دي، چې د تلفاتو اړوند يې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي. یاه دې وي، په کنړ، پکتیکا، غزني، میدان وردګو او یو شمېرنورو ولایاتو کې هم اربکي قومندانانو خلک مجبور کړي دي، چې یو مشخص نوماند ته رایې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x