
نړۍ
کوټه: سرتيري بريد ایف سي ځواکونه په نښه کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل):د کوټي ښار په بليلي سيمه کې د ایف سي ځواکونو د تلاشۍ ځنځير ته څېرمه سرتيری بريد شوی.
د ایکسپريس نيوز د خبر له مخي سرتيري بريدګر د ایف سي ځواکونو موټر په نښه کړی.
پېښه نن دوشنبه ماښام مهال را منځته شوې.
د سرچينې په وينا د بريد له امله ۷ پاکستاني سرتيري ټپيان شوي ، دوی وايي د ځينو سرتيرو ټپونه ژور دي ممکن ژوند له لاسه ورکړي.
د پيښي له ځايه ټپيان سي ايم ايچ روغتون ته وړل شوي او سيمه دا مهال د دولتي ځواکونو له لوري کلابنده ده.
که څه هم له دې وړاندي د ورته بريدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستل خو لا تر دې دمه د یاد برید مسؤليت چا نه دی منلی.