آی پي ایل: د راشد خان لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې سنرایزز حیدر اباد د راجهستان رائلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

د راشد خان لوبډلې لخوا ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې د راشد خان په ګډون نورو توپ اچونکو هم غوره توپ اچونه وکړه او مخالف لوبډله یې ستر هدف جوړولو ته پرینښوده.

لکه څنګه چې راشد خان د آي پي ایل په تېر لسم پړاو کې غوره توپ اچونه ترسره کړې وه، ننی پېل یې هم ښه وکړ، نوموړي په څلور اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او یوه (د جویس بټلر) مهمه ویکټ یې ترلاسه کړه.

په ننۍ لوبه کې پچه د راشد خان لوبډلې وګټله خو لومړی یې د راجهستان لوبډله توپوهنې ته راوبلله، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۲۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سامسون ۴۹ غوره منډې جوړې کړې او وسوځېد.

د سنرایزز لوبډلې لخوا شکیب الحسن او سیدهارت کول ۲-۲، راشد خان، بهووینشوار کمار او سټانلیک یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د سنرایزز لوبډلې په توپوهنه کې هم ښه پېل وکړ، دوی ټاکلی هدف ۲۵ توپه وړاندې د یوې ویکټې په سوځېدلو پوره کړ، ددوی لخوا شیکر دهاون ۷۷ او لوبډلمشر کین ویلیمسن ۳۶ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلي پاتې شول.

په ننۍ لوبه کې محمد نبي ته چانس ورنکړل شو، خو شاید په راروانو لوبو کې د هغه لوبغاړي پر ځای چې غوره آلروانډره لوبه ونکړي ولوبیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د