
عراق: اسلامي دولت په هلیکوپتر بمبار کړی، بیجي ښار کي ولس ورته ښه راغلاست ویلی – انځورونه
نن ټکی آسیا: د عراق په بیجي ښار کې د عراق د اسلامي دولت ځواکونو انځورونه.
بیجي دعراق یو د مهمو ښارونو څخه شمېرل کیږي، چي د صلاح الدین په نامه ولایت کې د بغداد شمال ته په ۲۱۰ کیلو متری کي پروت دی،
د موصل او بغداد تر منځ پر نیمی لاره باندي پروت دغه ښار په عراق کې د پطرولو د تولید او تصفیې تر ټولو لویه کارخانه لري.
دا ښار څو ورځي مخکې د الموصل وروسته د اسلامي دولت ځواکونو ته په لاس ورغلی، او اوس هلته پوره قبضه لري.
د یادوني وړ ده چې د صلاح الدین په ولایت کې یو بل ښار چې د سامراء په نامه یادیږي، او د شیعه مذهب اتباعو ته خورا د تقدیس وړ ځای دی، نن ورځ د اسلامي دولت د ځواکونو له لوري د بمبار سره مخ شوی.
عراقي جنګیالیو ته نیژدې سرچیني وايي چي دغه ځواکونو د الوتکو په ذریعه د سامراء په ښار کې هغه فوځ باندي بمبار کړی چي غوښتل یې یو ځل بیا منتشر شوی فوځ را یو ځای کړي، او د سامراء څخه دفاع وکړي.
{youtube}KU1BPZte7Us{/youtube}