افغانستان

پکتيکا: پولیس د جنغوزو شنې وني وهي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل):د پکتيکا ولايت د يو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي پولیس او نور امنيتي سرتيري په سيمه کې د جنغوزيو شنې وني وهي.

د سرچينې په وينا پولیس په زور د جنغوزيو شنې وني وهي او د لرګيو په قیمت يې پر تجارانو پلوري.

د زېړوک او ګيان ولسواليو اوسېدونکو رسنيو ته له ځايي پولیسو ياد شکايتونه وړاندي کړي ، دوی وايي موږ په خپلو ولسواليو کې قومي تړونونه لرو چې له مخي يې هيڅوک نشي کولای د جنغوزيو وني ووهي خو امنيتي ځواکونه دا کار د زور له مخي کوي.

د پکتيکا ولايت د کرني رئيس نورالله سباوون هم د ورته پيښو پخلی کوي او زياتوي چې څو ځله مو ياد شکايت لوړو مقاماتو ته وړاندي کړی خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

د جنغوزو ونې د پکتيکا ولايت په ګڼ شمېر ولسواليو کې د ځنګلونو په شکل شنې دي چې هر کال ترې په زياته پېمانه حاصلات اخيستل کيږي.

اړوند خبرونه په لاندي لینکونو کې کتلای شئ!

د پکتیکا امنیتی چارواکي پاکستان ته د شنو ونو قاچاق کوي

کرنې وزارت: هر کال د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د جنغوزیو حاصلات راټولېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

افسوس هیواده: ریشتیاهم د غرونو ساتل اوس ډیر ګران شوی هر زوره ور د کلی ملکان روپﺉ راواخلی او ویخوری دغریب حق کې ورک شی. طالبانو ته پکارده دې لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړي چې ټول دکلی خلګ ګټه ترې واخلی او مجاهدین ته یې هم ګټه ورشی او زما له کلی ونیسه زیړوک، نکه، دره ،ګیان،پیرکوتﺉ، چانخواه عمبروان او چانخواه مرغه قلعه، سروبی ولسوالۍ او بیرمل ، ګومل ولسوالۍ او سروضه، سورکوټ ، شاطوری، بیا دا ټوله مشري یې زما په غاړه راکړې وﺉ بیا د دوﺉ سره زه ښه پوهیدلم د ونې سره مې پښې ورته غوڅولې… نور لوستل »

masoom prince

د ونې پرې کولو څخه مې دا مطلب و چې لمده ونه د وچې ونې خو ټول اړتیا لری دا ځکه چې وچه ونه خو د سوځولو لپاره وی خو ځنې زوره ور خلګ په زوره لمدې ونې هم وهی په کلي او مالت کې به د دوﺉ خپلمنځی څه بل ضد وی رابه شی غره ته په غره کې لمدو ونو ته سم شی پرې کويې

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x