fbpx

د آی پي ایل په یوولس کلن تاریخ کې اته چټکې پنځوسیزې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۷ل): د هند پریمیئر لیګ یوولسم پړاو سیالۍ په ډېر جوش سره څو ورځې وړاندې پېل شوې، چې په کې د چټکې پنځوسیزې تېرو څلورو کلونو جوړ ریکارډ هم په دویمه ورځ مات شو.

د آی پي ایل په تاریخ کې تر لسم پړاوه د ۱۵ توپونو نیمه سلیزه چټکه بلل کېده، خو تېره ورځ د مجیب ځدراڼ لوبډلې اوپنر توپوهونکی «لوکیش راهول» دغه ریکارډ پخپل نوم کړ، او په ۱۴ توپونو یې چټکه نیمه سلیزه ووهله.

دلته د هند سوداګریزو سیالیو چټکې نیمه سلیزې را اخلو چې په تېرو یوولسو کلونو کې د لوبغاړو لخوا وهل شوې دي.

۱/ لوکیش راهول: په لومړي ځل د کینګز الیون لوبډلې لپاره لوبیدونکی اوپنر لوبغاړي د آی پي ایل په یوولس کلن تاریخ کې تر ټولو چټکه پنځوسیزه ووهله، نوموړي دغه ریکارډ تېره ورځ د دهلي ډير ډیویلز لوبډلې پر وړاندې پوره کړ، د نوموړي په دغه ریکارډ کې ۴ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.

۲/ سنیل ناراین: د نړۍ له مشهورو توپ اچونکو څخه یې یو سنیل ناراین بلل کیږي. د ویسټ انډیز لوبډلې دغه غوره توپ اچونکی چې اوس د اوپنر په ډول لوبیږي، په تېرو څو کلونو کې په توپوهنه کې یو شمېر ریکارډونه پخپل نوم کړل، نوموړی په آی پي ایل سیالیو کې د کلکته نایټ رائیډرز لوبډلې لخوا لوبیږي، چې تېر ۲۰۱۷م کال یې په ۱۵ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه چې تر دې دمه ریکارډ دده په نوم و.

نوموړي دغه ریکارډ د ویرات کوهلي لوبډلې رائل چیلنجرز بینګلور پر وړاندې جوړ کړی و، چې په کې ۴ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.

۳/ یوسف پټان: یوسف پټان چې سږ کال د سنرایزز لوبډلې لپاره لوبیږي، په ۲۰۱۴م کال کې چې د کلکتې لوبډلې لخوا لوبیدو د خپلې اوسنۍ (سنرایزز حیدر اباد) لوبډلې پر وړاندې په (۱۵) توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، نوموړي په دغه لوبه کې ۷ شپږیزې او ۵ څلوريزې وهلې وې.

۴/ سوریش راینا: د چینایي سوپر کینګز لوبډلې منځنی توپوهونکی سوریش راینا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې په (۱۶) توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، د چینايي لوبډله چې تېر دوه کاله د آی پي ایل برخه نه وه او پر ځای یې بله لوبډله راغلې وه، نو راینا هم بلې لوبډلې ته تللی و، چې ددې لوبډلې په راتلو یې یو ځل بیا برخه شوه.

سوریش راینا په دغه لوبه کې د شل اوریزو لوبو چټکې تاریخي سلیزې ته نیږدې و چې بدبختانه رن اوټ شو، نوموړي په ۲۵ توپونو ۸۷ منډې جوړې کړې وې، ده دغه پنځوسیزه په ۱۶ توپونو ووهله چې ۶ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې په کې شاملې وې.

۵/ کریس ګیل: په نړۍ کې په اسمان څکو شپږیزو مشهور، او د شل اوریزو لوبو ریکارډ جوړونکی لوبغاړی کریس ګیل، چې تېر څو کاله د ویرات کوهلي لوبډلې لپاره لوبېده سږ کال وانخیست، او درې ځل بولۍ ته له وړاندې کېدو وروسته بالاخره د پنجاب لوبډلې واخیست.

کریس ګیل په ۲۰۱۳م کال کې د پونې ورییرز لوبډلې پر وړاندې په (۱۷) توپونو چټکه نیمه سلیزه وهلې وه، نوموړي په دغه لوبه کې د شل اوریزو سیالیو چټکه سلیزه او د همدې سیالیو تر ټولو زیاتې ۱۷۵ منډې جوړې کړې، نوموړې په دغه لوبه کې ۱۷ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې وهلې وې، چې ۱۷۵ منډې یې په یوازې ۶۶ توپونو جوړې کړې.

کریس ګیل په دغه لوبه کې لومړی پنځوسیزه په ۱۷ توپونو چې دویمه یې په ۱۳ توپونو ووهله او تاریخي سلیزه یې په ۳۰ توپونو وهلې وه.

۶/ ایډم ګیلکریسټ: د استرالیا لوبډلې پخوانی ویکټ کیپر او چټک توپونکي ایډم ګیلکریسټ په ۲۰۰۹م کال کې د ډیکان چارجرز لوبډلې لخوا لوبېدو، چې د دهلي ډیر ډیویلز لوبډلې پر وړاندې یې په (۱۷) توپونو نیمه سلیزه ووهله، نوموړي په دغه لوبه کې په ۳۵ توپونو ۸۵ منډې جوړې کړې وې، چې په کې ۵ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې شاملې وې.

۷/ سنیل ناراین: د تېرو څو کلونو راهیسې د کلکتې لوبډلې لخوا لوبیدونکی ناراین ته یې لوبډله د باور په سترګه ګوري، چې هم ترې په توپ اچونه کې کار اخلي او هم توپوهنه کې، نوموړي د آی پي ایل سیالیو په روان پړاو خپله لومړی لوبه کې د ویرات کوهلي لوبډلې پر وړاندې په (۱۷) توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، او د ۱۷۶ منډو هدف پوره کولو کې یې مرسته وکړه، نوموړي ۵ شپږیزې او ۴ څلوریزې هم ووهلې.

۸/ کیرن پولارډ: د ویسټ انډیز لوبډلې یو بل چټک توپوهونکی چې د څو کلونو راهیسې د ممبۍ انډینز لوبډلې لخوا لوبیږي، په ۲۰۱۶م کال کې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې په (۱۷) توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، د نوموړي په دغه لوبه کې ۶ شپږیزې او ۲ څلوریزې شاملې وې.

همدا ډول د استرالیا لوبډلې اوپنر کریس لاین، د سویلي افریقا لوبډلې ډیويډ میلر، هندي لوبغاړی روبین اوتپا او ویسټ انډیزی لوبغاړی انډري رسل په ۱۹-۱۹ توپونو چټکې نیمه سلیزې وهلې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د