افغانستان

کندز او کابل کې چاودنې او بريدونه شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د کندز ولايت چهادرې ولسوالۍ کې د ټاکنو پر مرکز بريد شوی، چې له امله يې د رايې اچولو لپاره راغلي خلک وتښتېدل او امنيتي ساتونکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. چهادرې ولسوالۍ څخه يو بل خبر وايي، چې امير محمد سيمه کې د ټاکنو پر يو مرکز د بريد له امله د رايو اچولو بهير د ګډوډۍ ښکار شو او له پېښې وروسته نوموړی مرکز بند او کارکوونکي يې له سيمې تللي دي.

د کندز ولايت مرکز څخه يو بل خبر وايي، چې کټه خيلو سيمه کې نن سهار پنځه بجې د ټاکنو پر مرکز وسلوال بريد شوی، چې له امله يې د ټاکنو مرکز امنيتي ساتونکي تښتېدلي اومرکز بند شوی دی.

کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ کې هم چاودنې شوي

د کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ مرکز څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د ټاکنو پر يو مرکز د دوو پرله پسې چاودنو له امله مرکز بند او کارکوونکي يې له سيمې وتلي دي.

خاک جبار ولسوالۍ څخه يو بل خبر وايي، چې شمانزو سيمه کې د ټاکنو پر يو موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه او موټر يې په مکمله توګه ويجاړ او کارکوونکي يې و وژل شول.

پل چرخي کې هم چاودنه شوې
د کابل ولايت ده سبز ولسوالۍ څخه تر لاسه شوی راپور وايي، چې پل چرخي سيمه کې د پارلمان د وکيل او ډاکتر اشرف غني احمدزي د پلوي ملا تره خيل کور ته څېرمه د رايې ورکولو پر يو مرکز د چاودنې له امله نوموړی مرکز وتړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x