fbpx

ټرمپ: پر طالبانو د برید پر وخت د ولسي خلکو پروا مه کوئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): کابل نیوز تلویزون د واشنګټن پوسټ پر حواله وايي، امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د طالبانو د وژنې لپاره باید د ولسي خلکو پروا ونه کړي.

د سرچينې په وینا ټرمپ وروسته له هغه دا امر وکړ، چې پر یوه ویډيو يې سترګې ونښتي، چې د دوی ځواکونه د یو کور د دروازې مخې ته د طالب د راوتلو په پلمه ناست دي، ټرمپ حیرانېږي چې ولې پر کور برید نه کوي؟

ارګ د ټرمپ د دې امر په اړه څه نه دي ويلي، خو په افغانستان کې د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، ټرمپ ويلي چې که جګړه کوونکي د خلکو په منځ کې وي، خلک هم ورسره په نښه کړئ، د ده په وینا دا د بشري حقونو او جنګي اصولو خلاف کار دی.

د ولسي جرګې ځينو غړو هم د ټرمپ له لوري دا امر ناسم بللی دی او په وینا يې بدې پایلې به ولري.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي سرچينې ته ویلي، طالبان پخپلو کورنو کې نه وي، که وي هم؛ له هغوی سره یو ځای د مېرمنو او ماشومانو وژل سم کار نه دی.

ټرمپ چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې يې خپله جنګي ستراتېژي اعلان کړه، د ولسي مرګ ـ ژوبلې په اړه تر بارک او باما او د دې جګړې د پیلوونکي بوش په پرتله هم زړور ښکاري.

سره له دې چې امریکايي ولسمشر اوس دا امر کړی دی، خو تر دې امر وړاندې هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې سلګونو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

تېره اوونۍ یوازې په کندوز کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې شاوخوا ۱۷۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شول.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاری ذاکرشیرزاد
میلمه
قاری ذاکرشیرزاد

*دشپونکي قاطعانه پریکړه: کوښښ کوم چې قیصه اوږده نشي امالوستل یې ضروري دي.یوه شپونکي یوکوچنی سپی ساته ښه پالنه یې ورکوله هـره ورځ به یې دمېږوشېدې ورکولې.شپونکي ویل چې سپی به زمالپاره یوه ورځ په ګټه تمام شي.که نوره هیڅ ګټه ونکړي دومره ګټه خوبه وکړي چې یوه ورځ به زمادرمې له څنګه لېوانوته وروغاپي. ورځې تېرېدې سپی هـم لوی شو.سپي به هم خپل فعالیت کاوه لارویوته به یې غپل.یوه ورځ په رمه لېوان مسلط شول.سپی وتښتېده دغـره خواته وخاته دغــره له طرفه یې رمې ته راغپل.شپونکي ټوپک واخیسته اول یې سپی وویشت. چاورباندې غږوکړچې خپل سپی دې وویشته څومره… نور لوستل »