افغانستان

ناټو د افغان ښځينه عسکرو لپاره ښارګوټی جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مسوولین وايي افغان ښځينه عسکرو ته ښارګوټی جوړوي.

د بهرنیانو عمومي قومندان پرون خپلو افغان ملګرو ته په خبرو کې وویل، د ښځينه پولیسو د اوسېدو لپاره جلا ښارګوټی په پام کې لري.

هغه وویل په دې ښارګوټي کې به ټول لس بلاکونه وي، چې جوړېدل به يې ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت ولري.

نېکولسن وايي د ښارګوټي په لومړي فاز کې به درې بلاکونه د افغان ښځينه عسکرو لپاره جوړ شي، چې ۲۶ میلیونه ډالر لګښت به ولري او کاناډا يې پر غاړه لري.

هغه دعوه وکړه چې د دوی دا هڅې به نورې افغان مېرمنې هم دې ته تشویق کړي چې د ده په وینا د وطن «دفاع» ته را ودانګي.

د بهرنیانو قومندان وویل تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۳۰۰ ښځينه پولیسې په دې بلاکو کې ژوند پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت په وروستیو معلوماتو کې ویلي و، چې د پولیسو په لیکو کې ټولې ۳۰۰۰ تنه ښځينه پولیسانې لري.

د امریکا په مشرۍ د ناټو تر چتر لاندې د بهرنیو پوځيانو له یرغل سره هم مهاله د ښځينه عسکرو د جذب لپاره ګڼې رسنۍ سلګونه تبلیغاتي اعلانونه خپروي، خو لا هم د بهرنیانو د پام وړ شمېر افغان ښځو دې دندو ته زړه نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x