افغانستان

کونړ: د پاکستان توغندیز برید یو تن وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د «عمل پلان» تر هوکړې وروسته پاکستان یو ځل بیا پر کونړ توغندي ویشتلي او یو تن يې وژلی دی.

د کونړ چارواکي وايي پاکستاني پوځيانو د دې ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۴۳۵ توغندي را ویشتلي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، په توغندیو کې یو تن وژل شوی او ګڼو نورو خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره جمعه د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي په کابل کې له محمد اشرف غني سره د «عمل پلان» په نوم پر اوو مادو هوکړه وکړه.

په دې پلان کې یوه ماده دا هم وه، چې دواړه هېوادونه به د یو بل ارضي تمامیت ته په درنښت قایل وي.

تر اوسه افغان لوړپوړو چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x