افغانستان

کابل: ترافیکو ګرځنده ګزمې ګومارلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار ترافیک پولیس وايي، په ښار کې د ترافیکي قوانینو د مراعت د څار لپاره يې ګرځنده ګزمې ګومارلې دي.

طلوع نیوز د کابل ښار د ترافیکو د مدیریت په حواله وايي، چې له پرون راهیسې يې په ښار کې ګزمې ګومارلې او دا څارنه کوي چې د دوی نوي اوامر تطبقېږي کنه.

د سرچينې په وینا ترافیکو موټر چلوونکو ته امر کړی، چې د مخې په سیټ کې د دوو تنو له کېنلو ډډه وکړي.

دوی په ښار کې له دې قانونه سرغړوونکي په ۳۰۰ افغانۍ جریمه کوي او خبرداری ورکوي.

د ښار اوسېدونکي د ترافیکو له دې قانونه خوښ برېښي، خو اندېښنه ښيي چې د لنډې مودې لپاره به تطبیق او بېرته تر پښو لاندې شي.

موټر چلوونکي نه یوازې د موټر په مخکيني سیټ کې؛ بلکې په ټول موټر کې تر ټاکل شوې اندازې ډېر کسان کېنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx