افغانستان

هرات: د عبدالله پلويانو د ټاکنو د کميسون کارکوونکي ډبولی

نن ټکی اسيا: هرات ولايت کې د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکتر عبدالل عبدالله پلويانو د ټاکنو ناظرين او د کميسون غړي ډبولي دي.

د هرات ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کميسون مشر عبدالله شيرزی وايي، چې د هرات ولايت ګلران ولسوالۍ کې د يو کانديد پلويانو د ټاکنو ناظرين او د کميسون غړي ډبولي دي. شيرزي د نوموړي کانديد نوم وانخيست، خو ځينې باوري سرچينې وايي، چې نوموړي کسان د ډاکتر عبدالله عبدالله پلويان دي او د ډاکتر اشرف غني لخوا د ټاکنو ناظرين او د ټاکنو د کميسون غړي يې ډبولي دي.

ويل کیږي، چې نوموړو کسانو د ډاکتر عبدالله په پلوۍ د رايو صندقونه ډکول، کله چې د ټاکنو د کميسون او ناظرينو لخوا منعه کيدل نو د هغو ډبول يې پيل کړل.

خبر زياتوي، چې د ټاکنو د کميسون د يو ډبول شوي کارکوونکي روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

د يادونې وړ ده، چې نن سهار ننګرهار ولايت کې هم د پارلمان وکيل انجينر غفار ساتونکو د عبدالله په پلوۍ صندقونه ډکول او خلک يې ګواښول، چې دوی دې هم عبدالله ته رايې ورکړي.

د سيميز خبريال شاه محمود شينواري له قوله، چې خلکو د انجينر غفار له خبرې انکار وکړ، نو ساتونکو يې پر خلکو ډزې وکړې او دوه تنه يې ټپيان کړل.

د ټاکنو کميسون تر اوسه په دې اړه ګوم ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x