آیفون یو ځل بیا سور رنګه ځانګړی مبایل وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۷): د ایپل کمپنۍ غواړي په آيفون ایټ او ایټ پلس مبایل کې سور رنګه نسخه وړاندې کړي، چې دا په ځانګړتیاو کې د تېرو ډولونو په شان دی، خو د رنګ د مشهوریدو په خاطر یې یو ځل بیا وړاندې کوي.

ایپل کمپنۍ دا نسخه ددویم ځل لپاره وړاندې کوي، چې تېر ځل یې په آیفون سیون او سیون پلس کې هم وړاندې کړی و، اګر که ایپل کمپنۍ دغه رنګ د یوه خاص هدف لپاره وړاندې کوي خو په خلکو کې او په ځانګړي ډول یې ښځو او انجونو کې محبوبیت پیدا کړی و چې له کبله یې ډیر وپلورل شو.

تېره دوشنبه د اپریل په اتمه نېټه ایپل کمپنۍ ددغې مبایل سور رنګه نسخه په سویلي افریقا کې د ایډز په خلاف د چندې راټولو په خاطر وړاندې کړی و.

د ایپل شرکت په وینا په ۲۰۰۶م کال کې د سور رنګه یا پینک (ګلابي) رنګه پروګرام لاندې (دغه رنګ په سویلي افریقا کې د ایډز ناروغۍ پر ضد شروع شو)، یې تر دې دمه یو سل او شپيته ملیونه روپۍ خیرات ورکړي دي.

که څه هم ایپل شرکت په تېره نیږدې کې خپل نوی مبایل «آیفون ایکس» وړاندې کړی خو دا یې په دغه ځانګړتیا سره نه دی خاص کړی.

د آیفون شرکت د تېرو لسو کلونو راهیسې ځیرک مبایلونه او نور کمپیوتري ټکنالوژي وړاندې کوي، چې دغه ځانګړتیا یې له تېرو دوه کالونو راهیسې ورزیاته کړې ده، چې لومړی یې په آیفون سیون او سیون پلس کې او اوس یې په آیفون ایټ او ایټ پلس کې وړاندې کوي.

ددغې ځانګړی نسخې بیه د تېر کال وړاندې شوي مبایل هومره ورکړل شوې ده، د آیفون ایټ بیه ۶۹۹ امریکایې ډالره او ایټ پلس ۷۹۹ امریکایي ډالره ده چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې به بازار ته وړاندې شي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د