پروان: پولیس «پخپل سر» پر کورونو چاپې اچوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل): د پروان ځايي چارواکي وايي پولیس يې پخپل سر د خلکو په کورنو چاپې اچوي.

سلام وطندار د پروان د يوې امنیتي سرچينې په حواله چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ويلي پولیس له همغږۍ پرته عملیات ترسره کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ د پروان سلګونو اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون وکړ او عسکر يې د ولسي وګړو پر وژلو ملامت کړل.

د پروان چارواکي هم مني چې تېره شپه د ۲۲۲ قطعې پولیسو پخپل سر د بګرام په رباط کلي کې چاپه اچولې، یوه مېرمن او دوه ځوانان يې وژلي او دوه نور يې له ځان سره وړي دي.

د وړل شويو ځوانانو پلارم میرملک وايي زامنو يې متین او بختیار په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او هیڅ ډول اړیکه يې له چا سره نه درلوده.

دوی د څو ساعتونو لپاره د شمال – کابل لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه، چې وروسته د ولایتي شورا مشر غلام بهاءالدین جیلاني د دولت په استازیتوب لاریون کوونکو ته ډاد ورکړ، چې پولیس نیول شوي او زنداني شوي ځوانان به ژر ور خوشي شي.

په ورته وخت کې د پکتیکا اوسېدونکو هم له پولیسو شکایت کړی او ويلي يې دي، په ګیان، برمل او سروبي ولسوالۍ کې پولیس د جلغوزو شنې ونې وهي او د سون توکو کار ځينې اخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د