افغانستان

پکتیکا: په مټاخان کې یواځینی مرکز هم وتړل شو

د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالي کې يواځينی د رايې اچونې مرکز هم وتړل شو.
دغه مرکز چې د دې ولسوالي په مریاڼو سیمه کې و، د طالبانو له برید وروسته بشپړ وتړل شو او کارکوونکي يې په تېښته بریالي شول. په یاده جګړه کې چې ترساعت مخکې تمامه شوې د تلفاتو اړوند څه نه دي ویل شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې له تلفاتو نه دي خبر، خو د ټاکنو صندوقونه يې ولیدل چې په رینجرو کې د ښرنې په لور وړل کېدل.
د پکتیکا په ډيله، وازه خوا، نکه، زېړوک، اومنه، ګومل، برمل، مټاخان او ځینو نورو ولسوالیو کې ټاکنیز مرکزونه نشته. د اومنې ولسوالي د زواکې د کلي یو تن اوسېدونکی عبدالصمد وايي، چې د دوی په کلي کې اربکیانو د رایو صندوقونه راوړي دي او د دې کلي په (شین جومات) کې يې د ډاکټر عبدالله عبدالله په پلویتوب ډکوي. د ده په خبره په سیمه کې د اربکیانو قومندان له وکیل نادرخان کټوازي نه د اشرف غني په پلوي پیسې اخیستې وي او د رايو ژمنه يې ورسره کړې وه، مګر نوموړي ته خپل مشر قومندان عزیزالله امر کړی دی، چې رايې باید د ډاکټر عبدالله عبدالله په پلوي استعمال شي.
دا په داسې حال کې دی، چې د سهار له اوو بجو تراوسه پورې له بېلابېلو ولایاتو نه لسګونه شکایتونه شوي دي، چې ښايي د ټاکنو پایلې بایللي ټیم ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x