تازه خبر: د اسیا جام سیالۍ عربي اماراتو ته انتقال شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۷): بالاخره د اسیایي شورا غړو لخوا پریکړه وشوه چې د روان کال سپتمبر میاشت کې کیدونکی اسیایي جام سیالۍ به په عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

د کرېک انفو ویبپاڼې د راپور پر اساس د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د کرکټ اسیايي شورا په غونډه کې د ګډونکو چارواکو په وینا، چې «د شورا غړو پریکړه وکړه چې سږنی اسیا جام به د سپتمبر له ۱۳ تر ۲۸ نیټې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې تر سره شي».

په دغه اسیا جام پنځوس اوریزه سیالۍ کې چې د افغانستان په ګډون د هند، پاکستان، سرېلنکا، بنګله دیش او د غوراوي پړاو ګټونکې لوبډله به په کې ونډه واخلي.
اسیايي شورا پریکړه کړې چې د ایمرجنګ اسیا جام یو شمیر سیالۍ به په پاکستان کې هم تر سره شي خو د جام نورې ټولې لوبې به په سریلانکا کې کیږي، خو پدې هکله به ورستۍ پریکړه په نږدې راتلونکي کې وشي.

د کرکټ اسیایي شورا اجرایه بورډ وړاندیز وکړ چې سږ کال یانې په ۲۰۱۸ میلادې کال کې به خپله کلنۍ عمومي غونډه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کوي.

تېره ورځ د ځینو رسنیو لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي و چې د اسیا جام سیالۍ به سرېلنکا کې ترسره شي خو د یادې غونډې نه وروسته په عربې اماراتو کې د کېدو پریکړه وشوه.

د یادونې وړ ده چې د هند او پاکستان ترمنځه د روان کړکیچ له امله هند ویلي وو چې که پاکستان یادو سیالیو کې ګډون کوي مونږ یې کوربه توب نه کوو، چې وروسته د اسیایي شورا غړي د سرېلنکا، عربي امارات یا بنګلدیش کې د کېدو فکر کاوه چې پریکړه په عربي اماراتو وشوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د