دیني، سیرت او تاریخ

د بعث بعد الموت یو عیني انځور

سید سعید

له مرګ وروسته بیا راپاڅیدل ( بعث بعد الموت) داسلامي عقائدو مهمه برخه ده. مومن بنده پر غیبو ایمان لري، د عقل تر حدودو بهر پر ډيرو شیانو یقین کوي،الهي وحي تصدیقوي او پر دې یې ټینګ یقین دی چې له مرګ وروسته هرو مروبیا راپاڅیدل شته. له بعث بعدالموت څخه ډیر انسانان منکر دي،هغوی چې پر وحي ایمان نه لري، هر څه د عقل په ترازو اندازه کوي ، نو لید لوری به یې فقط د محسوساتو او دساینسپوهانو د تجربو او تخمیناتو په وړکۍ محوطه کې ایسار وي.

الله تعالی په قران عظیم الشان کې او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په مبارکه ژبه د بعث بعد الموت ډیر مثالونه وړاندي کړي، په بیلابیلو ډولونو او ښایسته اسلوبونو یې منکر انسان ته بلنه ورکړې، چې دانکار له کندي راپورته شي، سترګې وغړوي، غوږونه خلاص کړي او حقیقت ته تسلیم شي. خو افسوس دهغه انسان پر حال چې بیا هم دخپل خالق او پالونکي د شفقت د لایتناهي نړۍ څخه دڅرګند دښمن ابلیس وغیږي ته پناه وړي او د راتلونکي لپاره دهلاکت په کنده کې پانګونه کوي.

الله تعالی د فاطر سورت په نهم ایت کې د بعث بعد الموت خورا ښکلی عیني انځور وړاندي کړی:«وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ النُّشُورُ »

الله جل جلاله هغه ذات دی چې بادونه چلوي نودابادونه وریځي پورته کوي، نو موږ دغه وریځې مړ ښار (وچې کلکې مځکې) ته راکاږو، نو په د ې( ددې په اوبو) سره همدغه مړه مځکه دهغې د مرګ څخه وروسته راژوندۍ کوو، او نباتات تر ې راباسو،همدارنګه له قبرونو څخه راپورته کیدل هم دي چې دمړو په راپورته کولو سره به مځکه راژوندۍ کړو.

یو صحابي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړ ه چې: یا رسول الله په دنیا کې دمړي د بیا راژوندي کیدلو مثال څنګه دی. انحضرت صلی الله علیه وسلم ورته وویل :« اما مررت بارض من ارضک مجدبة ثم مررت بهامخصبة» ایا دخپلې مځکې په کومه حصه نه یې تېر شوی، چې وچه کلکه وي او د نباتاتو څرک هم پکي نه وي،مګر وروسته بیا همدا مځکه شنه او په نباتاتو ښایسته وي. صحابي وویل : هو همداسي مځکه مې لیدلې ده.

نبي علیه السلام ورته وفرمایل:« کذالک النشور»الله تعالی همدا ډول له قبرونو څخه مړي ژوندي راپورته کوي.

همداراز په یوبل حدیث شریف کې ذکر شوي چې:ثم ینزل الله من السماء ماء فینبتون کما ینبت البقل» الله تعالی به داسمان څخه باران واوروي، مخلوقات به له مځکې څخه داسي راپورته شي لکه واښه چې راټوکیږي .

موږ په خپل چاپېریال کې د نباتاتوبیلابیل ډولونه او رنګونه وینو، له لیدلو، بوی او خوړلو څخه یې خوند او ګټه اخلو .

خو دې ته مو کم فکر کړی چې قادر ذات له تورو خاورو او ایرو څخه داتازه او ښایسته بوټی څنګه را زرغون کړي؟.ثمر ته یې ورسوي. خزان پرې راولي. دمځکې له سره یې ورک کړي.مګر تر اندازه کړي غیاب وروسته یې بیرته په ټاکلي وخت او موسم راوټوکوي.

الله تعالی په څومره حکمت او مرحمت سره زموږ دګټې لپاره له اسمانه او به را وروي. وچه او مړه مځکه پرې پسته او په حرکت راولي. مځکه خپلې تڼۍ خلاصي کړي اوله غیږي یې نازک او ښایسته نبات سر را پورته کړي. همدا نبات په تدریج له یوې مرحلې بلې ته عروج وکړي. پای ښکلي ګلان او خوندوري مېوې وکړي. همدا مېوې پر خوراک سربیره ددرملو په توګه هم کار وو او دژوند په مختلفو چارو کې خپلې اړتیاوي ترې پوره کوو.

دنباتاتو په راټوکیدلو،غټیدلو،ثمر ته رسیدلو،خزان کیدلو، دمځکې له مخه د غیب کیدلو او تر ټاکلې مودې وروسته بیا را زرغونیدلو کې د انسان دبعث بعد الموت یو عجیب خارجي انځور موجود دی.لکه څنګه چې نباتات په پسرلي کې راپورته شي،په دوبي کې کمال ته ورسیږي، په مني کې خزان شي او په ژمي کې یو مخ دمځکې له مخه ورک شي،خو تر ټاکلې نیټې وروسته( پسرلی) بیا همدغه خاوری شوی نبات راپورته شي. انسان هم همدغه شان دماشومتوب، ځوانۍ او سپین ږیرتوب دورې تېري کړي،اجل یې راشي، دمځکې له مخه رخصت شي، په قبر کې ایسار شي، خو دالله تعالی په حکم به د قیامت په ورځ بیرته له قبره راپورته شي.

دانسان او نبات ژوند او مرګ ډیر ورته والی لري. له مرګ وروسته د انسان بیا راپاڅیدل دنبات په شان دی. لکه څنګه چې نبات تر ټاکل شوي غیاب وروسته بیا راپورته کیږي. همدا ډول انسان هم په قبر کې تر مقرر شوي وخت تیرولو وروسته دقیامت په ورځ بیا راپاڅول کیږي او دالله تعالی په حضور کې حساب او کتاب ته حاضریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ایمل خان

د بعث بعد الموت په اړه مې جالبه لیکنه ولوستله الله تعالی دي لیکواله اجرونه درکړي، لکه تاسو چې ویلې دبعث بعد الموت په زړه پوري او عیني تصویر مو وړاندي کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx