افغانستان

پکتیا: زورواکي او امنیتي ځواکونه عبدالله عبدالله ته رایه غواړي

د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې په سیمو کې شته زورواکي خلک مجبوروي چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي.
د دوی په خبره په مرکز ګردیز کې سناتور حق یون له خپلو مسلحو کسانو سره د رایو په مرکزونو ګرځي او خلک اړباسي تر څو د ده د خوښې نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي.

په سیمه کې ساتونکي امنیتي ځواکونه د دوی ملګري دي اوپه وړاندې يې هیڅ ډول غبرګون نه ښيي.
د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالي کې بیا پخوانی ټوپکوال قومندان داودخان ځاځی د دې ولسوالي د ځينو مرکزونو رایه ورکوونکي دې ته اړکړي دي چې عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي. په ورته وخت کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې بیا ملي اردو او ملي پولیس په مرکزونو ګرځي او ټول هڅه کوي چې په زور خلک د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه رایه اچونې ته اړ کړي.
د پکتیا پوهنتون استاد او د اوښتون راډیو خبریال عارف الله حقپرست پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «په ناامنه زرمت کې د ملي اردو ( بلکې سمتي اردو ) او عامه نظم سرتېري د ډاکټر غني کسان رايې ته نه پريږدي…»
دې ته ورته پېښه د ننګرهار په چپرهار کې هم شوې ده په یاده ولسوالي کې د عامه نظم قومندان په خپل سر صندوقونه ډک کړي دي او له سیمې نه يې د ټاکنو کمیسیون له خوا ګمارل شوي کسان تېښتې ته اړ کړي دي.
د ننګرهار د روداتو ولسوالي اوسېدونکي بیاوايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان په څلور زره کلدارې یوه رایه اخلي، چې په خبره يې بازار يې ښه ګرم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x