د نارینه او ښځینه جنس ترمنځ توپير او تساوي؛ یوه مهمه عقیدوي مسئله

احمد ارشاد سعید

په شرعي نصوصو کې د ښځو او نارینه وو تر منځ په جسمي، معنوي او شرعي اعتبار سره له یوې خوا اتحاد موجود دی چې قراني نصوصو یې تر منځ توپير نفي کړی دی، لکه په بشریت کې یې توپير نشته، همدا شان په عبودیت او پر عبودیت مرتبو ګټو کې یې توپیر نشته لکه الله تعالی فرمایلي:

(وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى (45) مِنْ نُطْفَةٍ إِذَا تُمْنَى (46) )[النجم:۴۵،۴۶]

((الله تعالی له (یو ډول ) نطفې نه د غورځېدو پر مهال دوه کسېزه جوړه پیدا کړې چې یو یې نارینه او بل یې ښځینه دی))

په پورتني ایت کې د شړو او ښځو بشري اتحاد او یووالی ته اشاره ده چې دا له یو ډول نطفې نه پیدا دي او تر منځ یې په بشریت کې څه توپير نشته. په بل ځای کې الله تعالی فرمایلي دي:

(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56))[الذاریات:۵۶]

((پېریان او انسانان مي له خپلې بندګۍ پرته د بل څه لپاره نه دي پیدا کړي))

او په بل ځای کې فرمايي:

(مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (97))[النحل:۹۷]

((چا چې نیک عمل وکړ که نارینه وي که ښځینه، فقط چې مومن وي زه به ورته ډیر ښه ژوند وروبښم او دوی ته به د هغو نیکو عملونو په بدل کې چې دوی ترسره کړي وي ښې بدلې ورکړم.))

په بل ځای کې هم فرمايي:

(وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا (124))[النساء:۱۲۴] (( چا چې نیک عملونه وکړل که نارینه وي او که ښځینه فقط چې مومن وي نو دوی به جنت ته ځي او د خرما د هډونکي د داغ په کچه تېری به هم پرې ونه شي))

په پورتنیو ایتونو کې دې خبرې ته اشاره ده چې په عقیده، عبادت او د هفې په بدله کې دنارینه او ښځینه تر منځ هیڅ توپير نشته.

خو له بلې خوا د الله تعالی په تقدیر سره د نارینه او ښځینه وو ترمنځ په ځواک، حوصله، زغم، خلقت او جوړښت کې یو شمیر توپيرونه ښکاره شتون لري چې له هیڅ عاقل نه پټ نه دي او په قراني او نبوي نصوصو کې بیان شوي هم دي لکه دا ښکاره خبره ده چې ښځینه حیض لري خو نارینه ترې خلاص دی، ښځینه نفاس لري نارینه ترې بې غمه دی، ښځینه حمل او د ولادیت سختۍ لري نارینه یې نه لري او ښځینه ماشوم ته تی ورکوي د نارینه وو پر سر دغه بوج نشته. الله تعالی فرمايي:

(وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالأُنثَى)[آل عمران:۳۶]

((او نه دي نارینه په شان د ښځې))

په بل ځای کې فرمايي:

(‏الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)[النساء:۳۴]

((سړي پر ښځو قوام او واکمن دي، ځکه الله تعالی دوی ځیني پر ځینو غوره کړي دي))

له دې امله ښځینه له نارینه وو سره په جسدي، فکري، عاطفي، اردي او تر سره کېدونکیو کارونو کې ډېر توپير لري چې پر بنسټ یې په ډیرو شرعي احکامو کې هم توپير رامنځته شوی، لکه پر سړو ډیر حکمونه لازم دي چې پر ښځو نه دي لازم لکه جهاد، د جَمعې او جُمعې لمونځونه، اذان‌، اقامت، طلاق او داسي نور چې پر سړو لازم دي خو پر ښځو نه دي، همدا شان انبیاء په سړو کې راغلي دي، اولاد دوی ته منسوبیږي، قضاء ددوی کار دی او داسي نور…. ډیرو احکامو کې توپير لري.

اوس عقیدوي مسئله دا ده چې د نارینه وو او ښځینه وو تر منځ په هغو ځایونو کې پر (يووالي) ایمان واجب دی چې قراني او نبوي نصوصو یې یووالی او اتحاد ثابت کړی وي او په هغو ځایونو کې یې پر (توپير) ایمان واجب دی چې قراني او نبوي نصوصو یې توپیر ثابت کړی او که چا له دغو توپيرونو یا یووالي او اتحاد نه انکار وکړ نو ((کافر ))کیږي.

منبع: د حجاب احکام او مسائل ( د مولوي ضیاءالحق ضیاء صاحب لیکنه)

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ښځی او نر توپیر ( په بیولوژیکی، فزیکی، روحی، فرهنګی، اجتماعی، اقتصادی او ….) ډګر کی ثابت دی او هیڅوک ئې د انکار تلاښ نکوی خو خبره پدې کی ده چه زموږ د هیواد خصوصاً پښتنی ټولنه کی د ( توپیر) او ( نفی) تر منځ ډېر بد ټکر را منځته شویدی او نر دا ګمان کوی خصوصاً پښتون نر چه ګواکی ښځه یوازی د لذت او تناسل لپاره پیدا شوېده، حتی دې پښتون صاحب ته چه زه ګورم داسی فکر کوی چه د ( ښځی) عبادت او عبودیت فقط یوه تفریح ده، زه پر دې بېرېږم چه په… نور لوستل »