فکري تمرکُز که د نبوغ راز

لیکوال : حامد افغان

دا به راسره ونه منئ چې علامه ابن حجر العسقلاني رحمه الله خپل کتاب: “الوقوف على ما في صحيح مسلم من الموقوف” د سوریه په حلب ښار کې په دریو ورځو کې لیکلی دی، دا خبره پخپله هغه د دې کتاب په پای کې لیکلې ده ؟!

داراز علامه جلال الدین السيوطي رحمه الله خپل کتاب (نظم الدرر في علم الأثر) چې په “الفیة السيوطي” سره شهرت لري، په پنځو ورځو کې لیکی دی! دې کتاب کې د علم الحدیث تفصيلات او اقسام د نظم په ژبه بیان شوي دي چې 970 بیتونه لري، دا کتاب چې سړی وویني فکر به کوي چې لیکلو به یې کلونه وخت نیولي وي!

علامه عبد الحمید بن ابي الحديد د امام ابو ثعلب النحوي مشهور کتاب: “فصحیح ثعلب” په 800 بیتونو کې شعر ته اړولی دی او دا په یوه ورځ کې! دا خبره د السيوطي له کتاب نه هم ډېره هېښوونکې ده. پخوانیو علماوو به مهم کتابونه شعر ته ځکه اړول چې یادول یې اسانه شي.

د اصول الحدیث مشهور کتاب “نخبة الفکر” چې د علامه ابن حجر رحمه الله تصنیف دی، علامه ابن الأمير الصَّنْعاني د “قصب السكر” په نوم نظم ته اړولی دی او دا په یوه ورځ کې!

د “الفُتيا الحَمَويَّة” په نوم کتاب امام ابن تيمية رحمه الله د ماسپښین او مازدیګر منځ کې لیکلی دی! دا خبره د ده شاګرد علامه ابن القیم د خپل استاد د کتابونو د بیان په ترڅ کې کړې ده.

فکري تمرکز څه شی دی؟

یوه موضوع مو ځان ته وټاکله، په هغې مو ټول فکر راټول کړ او هغې ته په پوره اخلاص، هوډ او رښتیا متوجه شوئ؛ همدې ته فکري تمرکز وایي. انساني ذهن خورا تېز او کارنده ماشین دی، لکه د ارواپوهني ماهرین وایي د انسان ذهن ورځ کې شپېته زره ځله فکر کوي! که انسان خپل فکر یوې موضوع ته ښه متوجه کړي، یوه بل لور ته یې پرینږدي او په بل هیڅ شي بوخت نه شي؛ نو چې څه غواړي هغه به ډېر ژر، په کم وخت کې په کره توګه زده کړي. او همدا “فکري مرکُز” بولو.

دلته یوه اسانه بېلګه رااخلو، نن سهار یوه زده کوونکي ته وویل شي چې سبا اته بجې به ستا نه په فلاني کتاب کې ازموینه اخیستل کیږي، هغه کتاب ۳۰۰ مخونه لري او زده کوونکی ازمویني ته د ځان تیارولو لپاره یوه ورځ او شپه وخت لري.

دا زده کوونکی چې سهار لمونځ وکړي سمدستي به پر کتاب کړوپیږي، یوې یوې جملې ته به دریږي، په صحي توګه به ځان پرې پوهوي، د هري کرښي معنی به ذهن ته لیږدوي او بین السطور (شاوخوا مفاهیم) او نغوتې به ښې سنجوي. په ساعتونو به بل هیڅ شي ته نه متوجه کیږي، ټول ذهن به یې کتاب کې تړلی او ګنډلي وي.

د ډوډۍ پر مهال به یې هم تلیواره وي، ژر ژر به یې خوري، که څوک موبايل ورته وکړي هیڅکله به خبرې نه اوږدوي بلکي ژر به یې ورلنډوي، له خپلي بوختیا به یواځې لمنځونو او د ژوند مهمو چارو ته وخت ورکوي، نور ټول وخت به د کتاب په مطالعه او یاد تېروي، خوب به هم د ضرورت په اندازه کوي او کتاب به یې څنګ ته یا پر سینه پروت وي.

سهار له لمانځه وروسته به بیا کتاب ته متوجه کیږي، آن د ازمویني تر مهاله به پرې بوخت وي، له دې سره بیا به هم دا وېره ورسره وي چې شاید کتاب به یې سم نه یې زده کړی او د ازمویني لپاره به یې مناسبه تياري نه وي کړې.

پوښتنه دا ده چې ایا زه او ته کله کوم علم زده کوو یا په کومه موضوع معلومات راټولوو، دومره په فکري تمرکُز او ازمویني ته د تیاري په څېر لګیا یو؟! ښکاره خبره ده موږ دومره په مینه، زحمت او جدي لیوالتیا کار نه کوو، ځکه موږ فکري تمرکز نه شو کولی، موږ خپل فکر ته واګې ورسستې کړې وي او په مختلفو برخو کې ګرځي.

کله چې ته په ټول فکر سره یوې معلومي موضوع ته متوجه شې، په کم وخت کې به د هغې ټول تفصيلات درته روښانه شي، خو زموږ ستونزه دا ده چې کله د یوه علم د زده کړي اراده وکړو یا په کومه موضوع کار ته ملا وتړو، په هغه د فکري تمرکُز کولو وس نه لرو، فکر مو نورو کارونو ته مخه کړي او هغه کار په نیمایي کې پاته شي. هغه بل کار هم نیمګړی پریږدو، بېرته چې دې لور ته راګرځو هغه بیا لکه د نوي کار پیل داسې وي.

څو نورې بېلګې

د “فکري تمرکُز” څو نوري بېلګي رااخلم چې له خوند او پند سره موضوع هم راته روښانه کړي. د حدیثو د مشهور کتاب: “مستدرک الحاکم” په اړه مختلف کتابونه لیکل شوي دي، په دې کې یو د امام الذهبي رحمه الله “التلخیص” دی، دا خورا ښایسته کتاب دی، الذهبي د نوې ځواني عمر کې په دریو میاشتو او یولسو شپو کې لیکلی دی! مستدرک الحاکم کې تقریباً (9500) حدیثونه دي، د دومره زیاتو حدیثو ښه ترتیب او تلخیص په دومره کم وخت کې له کره “فکري تمرکُز” پرته نه شي کیدلی.

امام ابن جریر الطبري رحمه الله مصر ته ولاړ، هلته علماوو مختلفې پوښتنې ورنه کولې، یو چا د “علم العروض” په اړه پوښتنه وکړه، په دې اړه دی پخپله وایي: د علم العروض په اړه هیڅ نه و راته معلوم، پوښتونکي ته مې وویل: په دې به سبا خبره کوو، یوه ملګري نه مې د علم العروض په اړه د خلیل بن احمد کتاب واخیست، تر سهاره مې هغه کتاب ټول زده کړ، د هغې شپې ماښام کې زه له عروضو ناخبره او سهار عروضي شوم!

امام ابو بکر محمد ابن الانباري (271 هـ – 328هـ) رحمه الله مشهور مفسر، لغوي او قاري و، یوې مينځي د خوب تعبیر ورنه وپوښته، ده ته دا مهال د “علم تعبیر الرؤیا” په اړه هیڅ شی نه و معلوم، مينځي ته یې عذر وويلې چې سبا به تعبیر درکړم، په شپه کې یې د علم التعبیر په اړه مکمل معلومات ترلاسه او د مينځي خوب یې ورته تعبیر کړ!

ابن الانباري د امت ستر عالم او حافظ ګڼل کیږي او د ده سیرت لیکونکي یې د نړۍ له اذکیاؤ یادوي. ویل کیږي یواځې د قرانکریم د تفسیر په اړه د هغه دری سوه زره شعرونه یاد و! فکر کیږي دومره شعرونه له ده مخکي او وروسته چا نه دې یاد کړي.

مشهور ترکي عالم بدیع الزمان النورسي رحمه الله اصول الفقه کې د امام السبکي کتاب “جمع الجوامع” یوه اونۍ کې یاد کړی، په څو ورځو کې یې “القاموس المحيط” تر “باب السین” پوري یاد کړ او د مختلفو علومو یې له اتیا زیات مهم کتابونه یاد و!

ابن فرحون پخپل کتاب: (الدِّيباج المُذهب) کې د مشهور مالکي امام شهاب الدين أحمد بن أبي العلاء القَرَافيُّ المصري (626 / 684) رحمه الله په اړه لیکي: هغه په اتو میاشتو کې یولس علوم لیکلي و، یا په یولسو میاشتو کې اته علوم لیکلي و!

فکري تمرکز او قرانکریم

موږ چې کله د پخوانیو دا ډول هېښوونکې خبرې کوو د ځینو ذهن د هغوی دیندارۍ، تقوا، مخلصانه دعا او عبادتونو ته ولاړ شي، په دې کې شک نشته چې دا کار پوره اغېز لري، خو په دې کې هم شک نشته چې (ذهني تمرکُز) پخپل ځای کې زیات اغېز لري، کنه کفارو پوهانو کې به داسې څه نه و او ښکاره خبره ده چې هغوی کې د فکري تمرکُز له برکته دا نن هم پریمانه نابغه خلک شتون لري.

دا فطري خبره ده چې یوه کار باندې فکر راټولول او د زړه په ويښتيا او بيداري سره زده کړه او حفظ اسانیږي او کره کیږي، لکه قرانکریم وایي: بېشکه په دې تاريخ کې د عبرت درس د هر هغه چا لپاره دی چي زړه لري يا په پاملرني سره خبره واوري. إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَذِكْرٰى لِمَن كَانَ لَهُۥ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ. [سُوۡرَةُ قٓ : 37]

د فکري تمرکُز له برکته موږ اوږدې لارې لنډولی او مهم او سخت مسائل او علوم په کمه موده کې په کره توګه زده کولی او یادولی شو، مثلاً د شپږو میاشتو کار ته که په پوره فکري تمرکز سره متوجه شو؛ یوه میاشت کې یې کولی شو او د میاشتي کار په څو ورځو کې. ابن خلدون رحمه الله د خپل تاریخ مقدمه په پوره فکري تمرکز سره لیکلې ده چې نن د نړۍ له نادرو کتابونو شمیرل کیږي.

د موریتانیا هیواد “ادرار” ولایت کې یوه سیمه ده “شنقیط” نومیږي، د دې ځای علماء په پوهه او علومو کې خورا شهرت لري، عربو کې په “الشناقطه” سره یادیږي، د دوی درسي عادت دی چې شاګردان یې معلومه درسي مرحله کې ډېر علوم او فنون یوه وخت کې نه زده کوي لکه موږ، بلکې یو علم په پوره فکري تمرکز سره مکمل زده کړي، چې له هغه خلاص شي بیا بل فن پیل کړي، په دې توګه دا سیمه خورا زیات ښه او کره عالمان لري.

د رسالت زمانې جالبه بېلګه

د فکري تمرکز یوه بېلګه د رسالت له زمانې رااخلم، زید بن ثابت رضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم، امر وکړ چې د یهودو ژبه زده کړه، زه د هغوی په لیک لوستلو پوره باور نه لرم. (تعلَّم لغةَ يهود؛ فإني لا آمنُهم على كتابي) الترمذي. زید رضي الله عنه دا ژبه په اوولس ورځو کې په کره توګه زده کړه.

دلته موږ یو تقريبي حساب کوو، د عبري یا سرياني ژبي ټول توري 22 دي، ژبپوهان وایي څوک چې پردۍ ژبه زده کوي، هغه باید د اړوند ژبي 1200 مشهور کلمات کتابةً او لفظاً ښه زده او یاد کړي، داسې چې ګواکې په ذهن کې یې حاضر او ژبه یې کرلي دي.

موږ ویلی شو چې زید بن ثابت په لومړۍ ورځ د عبري ژبي ټول حروف او سل کلمات زده او یاد کړل، پاته کلمات یې هره ورځ سل سل زده کول او یادول، یعني دولسو ورځو کې یې دولس سوه کلمات په پوره توجه او فکري تمرکز سره ښه زده او یاد کړل.

پاته پنځه ورځې یې مثلاً یهودو سره ناسته ولاړه کې تېري کړي، هغوی نه یې د جملو تړون او د خبرو طریقه زده کړه. اوولس ورځې وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغی او د یهودو ژبه یې داسې زده وه چې هغوی ته لیکونه یې ورته لیکل او د هغوی لیکونه یې ورته لوستل.

د زید بن ثابت رضي الله عنه عبري ژبي زده کړه موږ د هغه په پوره فکري تمرکز سره اټکل کولی شو، ځکه د رسول الله صلى الله عليه وسلم امر و. موږ اوس کلونو کې پردۍ ژبه نه شو زده کولی، ځکه فکري تمرکز نشته، کنه مخکي مو وویل چې د بلي ژبي زده کړه محدود کار دی، که په پوره فکري تمرکز، پوره خواري او پوره دلچسپي سره د کومي ژبي زده کړه پیل شي؛ میاشتو کې زده کیدلی شي.

دا فکري تمرکز هغه برکتي هڅه ده چې د “نبوغ” راز په کې نغښتی دی، که په پوره مینه، دلچسپي او لیوالتیا سره په هر علم خپل فکر راټول کړو، یوه بل خوا ته د فکر له بېګټي او چټي ځغاستي ځانونه وساتو؛ کولی شو کم وخت کې یې زده او کره کړو. په دې توګه هر سړی نابغه کیدلی او د بریا او لوړي پوهي څوکي ته رسیدلی شي. رب زدني علما

د لیکني عمده معلومات له شیخ عامر نومي یوه عالم نه راخیستل شوي دي. فجزاه الله تعالی خیر الجزاء

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د