
میدان وردګ : د صفر یک قطعې پر عسکرو موټربم بريد شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۷ل):د ميدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د صفر يک قطعې پر ځواکونو سرتيری بريد شوی.
پېښه د يادي ولسوالۍ په دوراني سيمه کې نن مازديګر ناوخته مهال رامنځته شوې.
د بريد له امله مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه شوې.
دولتي چارواکو لا د یاد بريد اړوند څه نه دي رسنيز کړي.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی ، وياند يې ذبيح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته په را لېږلي پېغام کې ويلي چې بريد د دوی يو تن سرتيري (مجاهد احمد) د تېز رفتار موټر په توسط چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وو کړی.
مجاهد وايي سرتيری بريدګر هغه مهال خپل هدف ته رسېدلی چې د صفر یک قعطې ځواکونه له خپل موټرو را کښته شوې او د مشورې په حال کې وو.
طالبان وايي د بريد له امله د مالي زيان تر څنګ د صفر يک قطعې کابو ۳۰ تنه عسکر وژل شوي.
د عيني شاهدانو په وينا سيمي ته څو ځله ايمبولانس څرخي الوتکو پروازونه وکړل.