افغانستان

هرات کې د ټاکنو پر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي

نن ټکی اسيا: هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي، خبرونه وايي، چې نن سهار د نوموړې ولسوالۍ بازار او بشت کوه سيمه کې د ټاکنو پر ګڼو مرکزونو بريدونه شوي، له امله يې د ټاکنو مرکزونه بند او مامورين يې په تېښته بريالي شوي دي. شينډنډ ولسوالۍ څخه په يو بل خبر کې ويل شوي، چې زوال سيمه کې د ټاکنو پر مرکز بريد شوی، چې له امله مرکز بند، ټاکنيز بهير ګډوډ او دوه ساتونکي ټپيان شول.

هرات ولايت ګلران ولسوالۍ څخه يو بل خبر زياتوي، چې طوطچي، ده شور او اسياب سيمو کې پر ټاکنيزو مرکزونو د بريدونو له امله نوموړي مرکزونه تړل شوي او ګڼو کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې.

ويل کيږي، چې نوموړي مرکزونه په هاوانونو لګيدلي دي.

د هرات ولايت ادرسکن ولسوالۍ څخه په يو بل خبر کې راغلي، چې د ټاکنو امنيت ساتونکو پر يو ټانک يې د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې ټانک ويجاړ او درې امنيتي کارکوونکي وژل شوي او ټاکنيز دفتر د امنيتي ستونزو له امله بند شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x