شعـــــرونه

د کندز غمیزې ته د مهاجر مدثر شعر

ماښام کډي ته اوږه کړه

چوپتیا ورو ورو کوچېدله

د خټين جمات ممبر ته

یو سپين ږيرۍ ملا وخوت

دواړه لاسه يې غوږ ته یوړه

ځما ګمان شو چي بلال دۍ

بلال نه و بلال نه و

ده چي کوم توري ویلو

ده چي کوم ترنم واخيست

هغه څوارلس پيړۍ وړاندي

بلال هم داسي ویلو

بلبل هم ترنم پیل کړ

ټول مرغان يې را بيدار کړو

د ژېړ لمر طلائي وړانګو

اسمان نور هم ښايسته کړ

زه د خیال په نيلي سپور وم

بلا غرونه مخ ته راغله

ګړنګونه مخ ته راغله

کږليچونه مخ ته راغله

کږلیچونو نه ور تېر شوم

د صحرا په وېړه غېږ کي

په صحرا پسې روان وم

ګوره چا پسې روان وم

زه روان وم لا روان وم

د کلونو اوږده لار مي

بس په څو شېبو کي پرې کړه

ماويل دا دپړاو ځاي دۍ

خيالي اوښه مي راتم کړه

د خوښئ په ټپو بار وه

ليونئ په ټپو بار وه

زمونږ تر کلي او دیاره

ایله څو پړاوه لاره وه

ماويل ځه چي لږ دمه شو

چي لږ ساه د سکون واخلو

یوه ټپه مي را په یاد شوه

عجيبه مي را په یاد شوه

ته لږ رام شه بيړه مکړه

څنګه ژر دي تلوسه شوه

چي ټپه په ګډه واورو

بیا به کلي ته ستنيږو

نه پوهېږم نه پوهېږم

دا ټپه ده چا ويلې

څومره ښه ده چا ویلې

چې

سپوږمۍ په لمر باندي واده شوه

سږ کال لا نه کال ته به ستوري زيږوينه

چي ناڅاپه مي يو تت اواز تر غوږ شو

زویه …

زویه پاڅه زویه پاڅه

نه چي لمونځ درنه قضا شي

ماهم ژر سر را اوچت کړ

خړ څادر مي ځان نه تاو کړ

د راده پر خوا روان شوم

د راده زرغونه غاړه

د شنو ونو په ګڼ کڅ کي

د چرچڼو چوڼهار وو

یو رنګین غوندي سهار وو

د راده غېږ ته ور کوز شوم

بیړنۍ اودس مي وکړ

بیا د خداي تر کوره لاړم

تر ملا صیب لږ را شاته

ګاونډیان او ګران پلار جان مي

په سجده خداي ته پراته وو

ما هم سر په سجده کېښود

څو شېبې پس مونږه ټولو

غبرګ لاسونه کړلو لپه

بیا مو مخ باندي را تېر کړو

بیا ملا صیب ویل د کلي

خلګ ټول بايد خبر وي

تاسو ټوله باید راشۍ

د قاري صیب مدرسې ته

باید یو هم پاتي نشۍ

زه او پلار مي کور ته راغلو

ما مي مور ته یو هار پرېښود

ماويل زه چي مدرسې نه

دوباره کورته راستون شم

ته به هار کړې را په غاړه

زه به ستا لاسونه ښکل کړم

ته به ما په تندي موچ کړې

دا به څه خوږه شېبه وي

دې ویل ځه بچيه ور شه

ستر څیښتن در سره مل شه

زه او ورور او ګران پلار جان مي

مدرسې ته ورښکاره شو

چي دخلګو بیر او بار دۍ

ګڼه ګوڼه کي د خلګو

مونږ هم لږ مخ ته ورتېر شو

مونږ هم ځاي د ناستي وموند

څو راغليو مولویانو

د قرآن حديث رڼا کي

څو خبري راته وکړې

مونږ هم ټول ورته يو غوږ وو

بیا يو څو ترانه خوانو

ترانې هم زمزمه کړې

چي لړۍ د ترنم او تقريرونو

خپل وريښمين مزي ور ټول کړه

نو قاري صیب غږ اوچت کړ

فاضلان دي ټوله راشي

چي پګړۍ ورته په سر کړو

مونږ هم ټوله شو ور وړاندي

ځما په سر يې دستار کېښود

لا یو دوه وله وو پاتي

د چور لکو غرهار شو

قاري صیب ویل خدايه فضل

د ظالم رژیم چورلکي

د اسمان په مخ را تاو شوې

نا څاپي يې ډزي پیل کړې

شنې لوخړې شوې اوچتي

خړ غبار تورو لوګيو

یو او بل ته غيږه ور کړه

نه مي پلار شو بیا تر سترګو

نه مي کشر ورورکۍ ولید

نه قاري صيب او نور خلګ

نه مورکۍ بیا راته وویل

چي .. بچيه مبارک شه

نه مي غږ د خورکۍ واورېد

چي مورجاني ورور جان راغۍ

نه ملګرو راته ويلي

چي .. ملکریه مبارک شه

زه پخپلو وينو رنګ وم

دوي پخپلو وينو رنګ وو

قرآنونه پاڼي پاڼي

کتابونه پاڼي پاڼي

زمونږ وينو باندي وللي

خړو خاورو کي پراته وو

نور نو نه یمه پوي شوۍ

چي د کوم جرم سزا وه

ځما تنکئ مسواکۍ ګوتي

لا ماشې سره اوږه نه وه وهلې

خو بوډا باچا دا واوره

ناروا باچا دا واوره

که رښتیا زه ترهګر وم

شرپسند او دهشتګر وم

ها دخدای رښتين استازۍ

چي نړۍ امین بللو

لمر سپوږمۍ امين بللو

محمد نوم درته یاد دۍ؟

د احمد نوم درته یاد دۍ؟

د صديق ژوند لیک دي لوستۍ؟

له عمره تر عمره

نو دا ټوله ترهګر دي ؟

نه نه داسي نه ده ګوره

تر تا لوي ترهګر نشته

تر تا لوي دهشتګر نشته

ځکه پلار دي دهشتګر دۍ

ټرامپ بادار دي دهشتګر دۍ

ځما بادار غيرتي خداي دۍ

اې هغه به ځما د وينو

انتقام درځيني واخلي

زه منم چي په دې کلي

په دې کلي په دې ښار کي

ددې ښار مظلوم وګړي

د منحوس جمهوریت ښکار دي

دلته واک د بل چليږي

دلته راج دۍ د پرديو

تش په نوم بشردوستان دي

د بشر ستر دښمنان دي

د دوي لاس په وينو سره دي

د دوي غاښ په وينو سره دي

ځمکي ستا ترغيږي راغلم

ستا په غيږ کي فنا غواړم

ګوره دوي را خبر نکړې

نه چي بیا مي تیره غشي

په سینه باندي را ښخ کړي

نه چي بیا خړي چورلکي

د بمونو باران وکړي

د غمونو باران وکړي

زه شهيد یم زه شهید یم

هو شهید یم

خو زه بیا دنیا ته نه ځم

بې وفا دنیا ته نه ځم

ځم چي خپل منتقم رب ته

سپین دستار په وينو وللۍ

د قرآن شلېدلي پاڼي ور ښکاره کړم

ورته وايم به چي ربه

ربه ستا لويه دنیا کي

څو نا اهلو انسانانو

د لوېديځ داړه مارانو

ځما ځان يې را شهید کړ

ځما قرآن يې را شهید کړ

مدرسه مسجد حجره مي

لنډه دا چي ټول ملګري مي خالقه

خپلو وينو کي خيشته وه

د مرګي په خوب ویده وه

د ګلاب او غاټولانو

د نرګيس پر تاندو شونډو

د شبنم په ځاي د وينو ډنډ ولاړ دۍ

ترخي هم په وينو سرې دي

پرښي هم په وينو سرې دي

زه يې هم وينو کي رنګ کړم

اې څيښتنه اې څيښتنه

ته زمونږ انتقام اخلي ؟؟؟

20/‏رجب/‏1439

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x