نظــر

مګر پیریان رایې واچوي !

د انتخاباتو په نامه هغه ډرامه چې سناریو یي غربي تیورسنانو لیکلې، روانه ده، په وړاندې یي د افغان مجاهد اولس مقاومت هم یا د مسلحو جهادي بریدونو په شکل او یا هم دعمومي پریکون په حیث جریان لري،

نن د ډالري تنخاګانو او اجیرانه دندو د ساتلو لپاره ډیری خبریالانو ایمان او وجدان تر پښو لاندې کړی او د ورکړل شوي پروګرام له مخې یي ګونګې روژې نیولي دي، دوی نن د خپلو حواسواو عقلونو په  غوښتنه قضاوت نه کوي بلکې یوازې د لوډسپیکر غوندې هغه څه یي له خولو بادیږي چې غربي او دولتي ولينعمتان یي  ورته تلقینوي دوی په دروغو کوښښ کوي له  کاه څخه کوه جوړ کړي، نوځکه لګیا دي د ټاکنو دشفافیت، بریا او دخلکو د بي سابقې ګډون  تبلیغات خپروي ، مګر راځئ د حقائقو په هنداره کې وګورو  چې نن رښتیا افغانان رای اچولو ته راوتلي او که یي عمومي پریکون اعلان کړی دی .

لاندې د څو تنو افغانانو د سترګو لیدلي حالات چې له ټولنیزو شبکو راټول شوي وګورئ .

ضیاء سنګر :  دلغمان الینګار کې له پرون راهیسې جنګ روان دی، څوک به څنګه رایه ورکړي.

عبدالباقي منور: هرات ښار کې دخلکو ګډون کمرنګ دی.

عثمان ساحل : د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کي د رایو په یوه مرکز باندې د کاندید یو زورواک پلوي لخوا برید شوی  په ډزو کې دری ماشومان شهیدان شوي دي  مرکز او رایه بنده ده .

شفیع الله شفیع : د وردګو د سیداباد یم ، نه په لومړي ځل کې دلته انتخابات شوي او نه هم اوس او نه خلک ګډون کوي نه انتخابات شته نه بله کیسه .

شفیق الرحمن شفق: دپکتیکا په اومنه ولسوالي کې یو مرکز هم نشته .

عرفان ملاخیل : دننګرهار په  چپرهار کې دانتخاباتو په نوم هیڅ شی نه  نشته د سهار راهیسې جنګ روان دی .

محمدیونس فیروز: د انتخاباتي پروسې دلیدنې په خاطر د کابل ښار  کارته چهار، چارته سه ، دهبوري او دشت برچي سیمو ته لاړم  انتخاباتي سایټونه مي وکتل ،هیڅ ځای مې دخلکو کتار ونه لید.

د بي بی سي خبریال احمدشفایي:  دکابل ښار ګڼو مراکزو ته لاړم دتېر په نسبت خلک بیخي کم دي بلکې په ښار کي اکثر مراکز تش ولاړ دي .

عبدالله شایګان ازاد خبریال : په بامیان کې انتخابات شته  خو دخلکو ګډون بیخي لږ دی کتارونه  نشته .

د اد دهیواد له مختلفو سیمو څخه د څو تنو هیوادوالو د سترګو لیدلي حالات و چې په عموم کې ترې دا مفهوم اخیستل کیږي، چې دروانو تبلیغاتو برعکس مؤمنو افغانانو انتخابات تحریم کړي دي او حتی د پلازمینې په شمول د حکومت د حاکمیت په ساحو کې خلک له کورونو نه دي راوتلي .

تراوسه چې په دولتي او یا غربي تیلویزوني رسنیو کې د خلکو دګډون کوم تصویرونه ښودل شوي دي نو هغه ټول یا دولتي کارمندان، پولیس ، پوځیان، اربکیان یا نور منسوبین دي او یاهم دکاندیدانو د انتخاباتي ډلو غړي او خپلوان دي چې دافغان اولس په سمندر کې دڅاڅکي حیثیت هم نلري ، په داسې حال کې چې مؤمن اولس د ټاکنو په وړاندې یومخیز تحریم عملي کړی دی، بلکې دټاکنو د شنډولو لپاره یي په جهادي بریدونو پیل کړی دی، د ټاکنو کمیسیون چې انتخاباتي حوزو ته ۱۵ ملیونه رای پاڼې لیږلي دي، نو دخلکو دنه شتون په صورت کې مګر پیریان دغه صندوقان ډک کړي، ځکه به انتخاباتي سایټونو کې خو د انسانانو څرک نه لګیږي .

د دفاع وزارت وایي چې دټاکنو په سایټونو کې یي ۴۰۰ زره پولیس  او پوځیان ګمارلي دي، شاید دومره زیات پولیس به ددې لپاره ګمارل شوي وی ، ترڅو دخلکو دنه ګډون په صورت کې له ټاکنیزو فعالانو سره د صندوقونو په ډکولو کې همکاري وکړي، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د یونیفورم لرونکو عسکرو لخوا دصندوقونو ډکول په خرپ روان دي.

أبو عابدjale takani1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x