نظــر

د شهید حافظ اسماعیل پلار خپله قیصه داسي کوي

لیکوال: اقبال اوباش

زۀ په هند کي وم.هلته مي یو کوچنی کار نښلولی.ادې مي ډیر خواستونه کول چي د خپل بچي دستار فضیلت ته خامخا راشه.خپل ټول مصروفیات مي د ادې په غوښتنه پريښودلو.د دستار فضیلت د غونډي په شپه کور ته راورسیدلم.د ماسختن اته نیمي بجې وې.مور مي له اندازې زیاته خوشحاله سوه.ما د خپل حافظ بچي پوښتنه وکړه کور یې راته و ویل هغه استاذانو یوه ورځ مخکي غوښتی و.ځکه مدرسه زموږ له کوره تقریباً د درې نیمو ساعتونو لار ده.نو احتیاطاً مو له خپل اکا سره ولیږلو.هغه هم هلته مدرسه کي شپه ورسره کوي.تۀ به سهار وختي له نورو کلیوالو سره ولاړ سې.تر څو د دستار فضیلت په منوره غونډه کي برخه واخلې.ادې خوارکۍ زما ثمینې (لور) ته ویل ورسه هغه هارونه او ګلان دي پلار ته را واخله.هغه په منډه ولاړه اندازاً یو لس دانې د غاړي هارونه یي راوړه.ماول ادې دونه ډیر مو څه کول ویل یې دوه دانې تۀ درسره واخله سهار او دا پاته به موږ یو یو را واخلو چظی تاسو راسئ موږ به یي د لالي غاړي ته واچوو.مامي ادې ته ویل تۀ یې راته خوښ کړه یو د پیسو او بل د ګلانو هار یي راته خوښ کړو.ادې مي راته کړه بوټونه دي ورته راوړي ما ویل هو ادې.ویل یې سهار به ډیر کوشش کوې چي وختي ورسیزې بوټونه یې زاړۀ و.زۀ ستړی وم خو زیات خوښ وم.تر سهاره مي خوب نده کړی سهار وختي د اذان په وخت مو کلیوالو ګاډی د کور مخي ته ودرولو.ویل یې لمونځ به لار کي وکړو.هسي نه چي ناوخته سو.زما مور کوچنۍ شیشه عطر راکړو وای دا هم د لالي څخه پاته سوي.آه زما مور څومره خوښه وه.موږ حرکت وکړو.نیم ساعت سفر نه وروسته مو د سهار لمونځونه وکړو.بیا مو سفر پیل کړو لږ وړاندي زما د بچي د ماماګانو کور و.هلته مو د سهار د چایو په نیت نوک ونیولو.له چی نه وروسته زما خسر او د هلک ماما هم راسره روان سو.داسي نیم ساعت مزل به مو لا نۀ و کړی چي موټر راخراب سو.دا چي موږ ورسره نابلده و خو بیا هم کوشش مو زیات وکړو آخر مو موټر په بل موټر پسي زنځیر کړو.بیرته شاته زما خسرګنۍ خواته راغلو هلته مو یو مستري پیدا کړو هغه لګیا سو.دلته ماته خپل بچي زنګونه شروع کړو بابا څه وخت رارسیږئ بابا څه وسو.ورور مي زښته تلوسه وه.خو دا چي د الله جل جلاله اراده بل شی وه.تر یوو لسو بجو موټر تیار سو.ماته مي کلیوالو څو واري و ویل چي تۀ به بل موټروان سره ولاړ سې موږ به پسي درسو خو ما ویل دوی دومره قرباني او احترام راته کړی نو یو ځای به ځو.خیر روان سو.زوی مي بیا زنګ راکړ چي بابا زۀ درې یم نمبر یم زما نمرې 91دي.مبارک شه زویه دا مي ورته و ویل خو تلیفون قطع سو.دا هغه وخت دی چي په دوی بمبار شروع سوی و. (دې ځاي کي د تنکي حافظ پلار په زوره زوره چیغي وکړې) له سلګیو وروسته وای موږ نو ور روان یو.

مدرسې ته پاوکم یو ساعت وروسته له دې آخري زنګ موږ ورسیدلو.

خلګ یوې بلي خواته منډي وهې.فضا خړه پړه ده.سپینګیري او ځوانان ټول غریو نیولي.د یو څو کورونو په دروازو کي سپین ساري ولاړي دي ژاړي او د آسمان خواته ګوري.ما د موټر ډریور ته ویل دا څه دي لار مو غلطه کړه که څه دي.هغه ویل صبر پوښتنه کوو.له یوو ځوان نه مو وپښتل دا څه دي او مدرسه هاشمیه همدې خواته ده.ځوان ویل تاسو خبر نه یاست مدرسه خو یې بمبار کړه.او نور یې ستوني کي غغ ورک سو.خو زۀ پوه نسوم چي څنګه د مدرسې انګړ ته ورسیدلم. اخ اوباش وروره قیامت و قیامت!

ما د قرآن کریم پاڼي په سرو وینو ولیدلې.پګړۍ په وینو کي لت پت وې.سپیني خولۍ خورې ورې وې.د مدرسې اړوند کلیوال په زخمیانو او شهیدانو لګیا و.دې خوا ها خوا یې سره زغلول.ماته به چي څوک په مخه راتلو ما به پوښتنه کول او ورسره شهید تنکی به مي کتلو چي زما زوی خو به نۀ وي.د ورور ګوشۍ مي خاموشه وه.ما به کله ګوشۍ ته لاس کړو کله به مي د یو شهید پټ مخ لوڅ کړو.د پنډال په منځ کي څو تنکي ماشومان په وینو لت پت لکه ګلان پراته و.ما مي خپل زوی له اندامونو څخه وپیزندلو هار یې غاړي ته نه ورلویدلو زما د بچې سر نۀ و.ما مي ځان کنټرول نکړلای سو.یوه چیغه مي وکړه.آه مورکۍ ستا هغه لس هارونه خو پاته سو.شهید وای خو د مورکۍ هغه ارمان چي ویل یې غاړي ته یې هارونه اچوم نه وای پاته.راسره ملګرو مي زما زوی سره برابر کړو.په ورور پسي وګرزیدلم چي هغه پیدا کړم.خو پیدا مي نکړو.له ډیره ځنډه وروسته د مدرسې د ادارې لخوا تحقیق وسو چي هغه بیهوشه سوی په شفاخانه کي ده.یو کس هغه پسي ولاړو موږ د شهید له تنکي جسد سره کور خواته را روان سو.مازدیګر لمونځ قضا مي مور ته ډیری ملایان مرکه کړه او د صبر خواست مو وکړو چي د ګلانو هارونه دي د خپل ګران لمسي په تابوت کیږده نور موږ و تابوت سره پریږده.دا چي مورکۍ مي ټوله ورځ به ولاړو تیره کړې وه.کله به بام ته ختله کله به یې په دروازه کي انتظار کولو نو ډیره بې سېکه وه.دومره سخت یې وژړل چي راغلي ملایان او قریبان یې ټول وژړول.خو ما بیا هم تسلي ورکول ورته ویل مي که موټر خراب نه وای نن به زۀ هم شهید سوی وای دې یوو شهید موږ ټولو ته ژوند بښلی زموږ شفاعت به کوي.دا مي ادې ته تسلي ورکوله.خو اوباش وروره زما به هیڅکله دا دروند غم هیر نسي ما زوی دوه کاله وروسته سر پرې سوی ولیدلو ما چي هر څومره کوشش کولو چي زوی دي په مخ ښکل کړم یا په سر ښکل کړم خو وونشو.مجبورً مي مات مات لاسونه ورښکل کړو.حال داچي زۀ له کوره وتلم همدې بچي مي لاسونه راته ښکل کړي و.

دې مظلوم په سلګیو سلګیو خپل داستان بیان کړو.په آخر کي یې ویل دې څو سپین پټکیو ته مي امید شته چي زموږ د ګلابونو غچ به واخلي نور نو سړي دلته نشته ټول زنانه دي.

پای تاسو او اوښکي و دعاګاني

شهید ..

حافظ اسماعیل

پلار خیال محمد

ځای کندوز مرکز ته نزدې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

الله ج دی د دغه معصومو، ښکلو او د قران حافظان شهیدانو برکت د افغانستان په مجاهدینو او د هغوی په کورنیو واچوی ، دا سمه ده چه د ع او غ غلامی اداری د وحشت قربانی شول مګر د هغوی سپیڅتلیا او الله ج ته یی د حفظ او زحمتو ګاللو نزدی والی تر دی کچی وو چه سربیره په حفظ قران د اجرونو د شهادت لوړ او تر ټولو لوړ مقام چه د خلافت تر مقام هم پوړته دی یعنی دخلافت د مقام عملی پنه ده ، ته یی هم ورسول . الله ج دی د هغو ښکلو… نور لوستل »

اخترمحمد گیلانی

ماهم وژړل الله دی داکفار تباه اوبرباد کی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x