شعـــــرونه

نـعتیه کلام

ځــار دی لـــه نوم او له نښـــان شم محمده
تــه مــی جــان زه دی جانـــان شـم محمده

دی فانـــی جهــان کی ستر ارمان مـی داده
چی دی عشــــق کـــی بندیوان شم محمده

شــفاعت دی مـی نصیب شه به محشر کی
بیــا دی لاړ لـــه دی جــــهان شـــم محمده

ستـــر ارمـــان او زړه کـی هیــــله دا لـرمه
چـــی روضــه کی دی مـهـمان شـم محمده

د سنـتـــو پـه مضـــمون کــی له الله،ج، نه
غـــواړم مُمــتاز په امــتحــان شم محمده

دخـــدائ لار کـــی شــــم زره زره جــانانه
چــی له ټـــولو ورته ګــــران شـم محـمده

چی څوک ستا ګُستاخی کړی او وی لښکری
ظفــــر قاتــــل ئئ د کـاروان شــــم محمده

،،،ظفرسالک،،،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x