شعـــــرونه

زه او ته / رحمت الله منیب

چې په خـــپلو کې په جنګ یو زه او ته
د نفاق په رنګ به رنګ یـــو زه او تـــــه

صفــایی یې د یــووالي په رېګمـال شي
بس په داسې زنګ کې زنـګ یـــو زه تـه

کــه یو بل تـه د ژغورنې لاس ور نه کړو
لکه ړنګه خــــونه ړنګ یـــو زه او تــــــه

چې درمل د ځـــان ځاني د رنځ ونه کړو
له دردونو بـــه پـــــه تنګ یـو زه او تــــه

اتفــــاق کې د ژونـــــدون مـزې پرتې دي
نه لاچي یـــو نه لـــــونګ یـو زه او تــــه

له دښمنه به د تيښتي لــــــــوری ورک شي
چې په ژوند کې څنګ په څنګ یو زه او ته

له ازغــــیو به د اوښو خـــــوراک جوړ کړو
که یـــــو لاستی یـــو کلنګ یــــو زه او تــه

رقیبـــــان مـــو له تــــاریخه خبر نــــــه دي
تـــر دا پــــورې څـــوکې دنګ یو زه او تـــه

مـــا منیب ته یې غـــزل کي داسې ووېـــي
د ربــــاب د تارو تـــرنګ یــــــو زه او تـــــه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x