بې باکه قلم تر مایوسه شېبو

صفي الله “رائد”

غوښتل مې په قلم یې انځور کړم، خو د قلم نوکه مې د احساس په انځور نه نڅېده.

زړه نازړه و، سم پرې نه تاوېده.

هو! نن مې قلم احساس نه انځوراوه.

پوه شوم چې قلم مې تش په سپین کاغذ د احساس له انځور کښلو ستړی شوی، نور له تش لیکلو مایوسه شوی، نور نه غواړي د کاغذ پرمخ د احساس تش ظاهري توري انځور کړي؛ چې بیا یې خلک هسې په خوله ووایي، نور ترې تېر او بیایې هېر شي.

هو! قلم مې د یویشتمې پېړۍ خلکو ډېر مایوسه کړی، ددوی ویدو ضمیرونو او مړو احساساتو نور مات کړی؛
ځکه قلم مې احساس درلود، داحساس اهمیت ورته معلوم و، په احساس کې نغښتی اساس ورته معلوم وه.
قلم ته په سینه کې نغښتی پټ احساس معلومیده چې څومره لوړ حیثیت لري؟ څومره اهمیت لري؟

هو د یو ویښ ضمیر د احساس کیفیت ورته له ورایه برېښېده؛
ځکه چپ و، څه یې نه ویل، څه یې نه پرې لیکل.

قلم ویل: د احساس انځورول په تش کاغذ زما کار نه؛ بلکې د انسان کار دی چې باید په سینه کې یې انځور کړي،
د اوښکو له لارې یې خلکو ته وښیي او دحال په ژبه یې نورو ته درس کړي، خپله د احساس انځور وګرځي او نوروته احساس ورکړي،

داحساس درس ورکړي، تر ځان وروسته خلکو ته یې داسې درک کړي؛ چې احساس څه شی دی؟ او څنګه پیداکېږي؟

بې احساسه سړی څه وي؟ با احساسه انسان څه وي؟!!

خو له بده مرغه چې داسې نده؛ اوس هغه وخت، هغه دنیا نده.

اوس دپخوا په څېر نه خالدبن ولید شته، نه عمر بن عبدالعزیز.

اوس هغه وخت نه دی، موسم بدل دی، خلک اوس لکه مرغان د هوا بدلون سره سم دستي بدلیږي.
نه خو چا کې هاغه احساس پاتې او نه هغه ضمیر.

هو! خلکو تېر تاریخ ته شاکړې، له خپلو اسلافو تېر دي، خپل کتاب ته یې شاکړې، اوس خلکو کې هغه کمال ندی پاتې، اوس خلک هغه ښکلا نه لري، هغه احساس نه لري.

هو! دلته په ښکلا او وفا سودا وشوه، دلته ډالرو ایمانونه ورک کړل، اف! دلته ډالرو کمالونه ورک کړل

احساس څه شی دی ؟ له څه شي راټوکیږي؟ چېرته وي او له څه شي پېدا کېږي؟؟؟

احساس يوه روحي اخستنې ته ويل کېږي، احساس په حقيقت کې د يوې واقعې يو جز دی (دا په دې معنا چې احساس هيڅکله يواځې مینځته نه راځي)، احساس د وجود يوه فوري او عاجل ځواب يا عکس العمل دی چې د يوې حادثې او يا واقعې په وړاندې منځته راځي.

ځېني خلک په دې اند دي چې احساس د انسان له پېدایښ سره یو ځای پېداکېږي خو داسې نه ده بلکې احساس د ژوند په اوږدو کې پېژندل کېږي/ زده کېږي . دا په دې معنا چې ټولنيز ، دوديز او رواني ژوند د احساساتو په پېژندلو کې ټاکلی رول لري.

طب پواهان وایي: احساس د يوې روحي اخستنې تر څنګ يو بيولوژيکي عمليه هم ده . دا په دې معنا چې کله په مغز کې د اندورفين هورمون ازادیږي، نو انسان ته د خوشحالۍ احساس ورپه برخه کېږي . همداسې د ادرېنالين، نورادرېنالين، کورتيزون ، او پرولاکتين هورمونونه هم درد کموي او يا دا چې وجود د استراحت حالت ته راولي. کله چې د مغز حجرات ونشي کولی زګنالونه ترانسپورت کړي ، بيا د غم او عصبانيت احساسات پيدا کېږي.

احساسات ډير ډولونه لري ؛ ځنې خلګ يې په څلورو برخو وېشي/ تقسيموي. خوشحالي، غم، قهر او ډار.

ځینې نور بيا د مايوسۍ، وياړ، حسادت، ناپېرزوينه يا بخالت، ملګرتيا ، مينه ، په زړه پورېوالی، اړيکې، نفرت، او بې ارزښتۍ هم د احساساتو په جمع کې حسابوي. خو په عمومي ډول احساسات په منفي او مثبت تقسيم شوي خو داسې احساسات هم شته چې هم منفي دي او هم مثبت، لکه هيجان، خواخوږي، بې تفاوتي او داسې نور..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د