fbpx

نبوي حدیث چې هر غمجن زړه ته خوشالي او هر ناقراره ته سکون ورکوي

محمد سعید مهاجر

یو داسې عجیب حدیث چې هر غمجن زړه ته خوشالي، هر ناقراره ته سکون او هر درد ته دوا او ملهم دی؛ خو که د زړه په سترګو یې ووایو او په عمل کې یې راولو:

عَنْ ابنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ :كُنْتُ خَلْفَ النَّبِيِّ صّلَّي اللهُ

عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْماً فَقَالَ : يَاغُلاَمُ ! إِنِّيْ أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ

__ اِحْفَظِ الله َ يَحْفَظَكَ.

__ اِحْفَظِ الله َ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ .

__ إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ الله َ.

__ وَأِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ .

__ وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَي أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَئٍ , لَمْ يَنْفَعُوكَ
إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ لَكَ .

__ وَإِنِ اجْتَمَعُوْاعَلَي أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَئٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ
عَلَيْكَ .رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ وَجُفَّتِ الصُّحُفُ

وفي رواية غير الترمذي زيادة :

__ تَعَرّف إِلَي الله ِ فِي الرَّخَاءِ يُعَرِّفَكَ فِي الشِّدَّةِ

__ وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ وَ أَنَّ الفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ وَأَنَّ مَعَ العُسْرِ يُسْراً

ژباړه : ابن عباس رضی الله عنهما وایی : زه یوه ورځ درسول الله صلی الله
علیه وسلم شاته وم راته ویل یی :

ای هلکه ! زه څو خبری درته ښیم :

دالله دین وساته هغه به تا وساتی !

دالله دین وساته هغه له تاسره مل وی !

یواځی له الله نه سوال کوه !

یواځی له الله نه مرسته غواړه !

او پوهه شه ! که ټول انسانان ددی له پاره رایوځای شی چی تاته ګټه ورسوی

تاته به له هغه زیاته ګټه ونه رسوی کومه چی الله ستا له پاره لیکلی ده

او که ټول انسانان ددی له پاره رایوځای شی چی تاته ضرر ورسوی تاته به هیڅ ضرر ونه رسوی یواځی هغه ضرر به درته رسیږی چی الله درته لیکلی دی< قلمونه دریدلی او صحیفی بندی شوی دی .

اوپه بل روایت کی دازیاتونه راځی :

په عادی حالاتو کی دالله حقوق وپیژنه هغه به په سختی کی درسره مل وی

اوپوهه شه ! چی الهی مرسته په صبرسره ترلاسه کیږی ،

اوله غم سره خوشالی مله وی اوله سختی سره اسانتیا مله وی

#_فوايد:

له دی حدیث شریف نه خوراستری او لویی ګټی ترلاسه کولی شو چی څو مهمی یی لاندی را اخلو :

(۱):- دخبری داهمیت له پاره دخبرداوریدلو حالت بیانول لکه ابن عباس رضی الله عنه چی وایی زه درسول الله صلی الله علیه وسلم له شا وم.

(۲):- د خبرو د اهمیت او د مخاطب د متوجه کولو له پاره د معلوم مخاطب په عام نامه سره مخاطب کول لکه وه هلکه ! ای سړیه ! وه امیرصاحب!

ابن عباس رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم دتره زوی دی او ښه یی پیژنی بیا هم ورته وایی : یاغلام !

(۳):- دمخاطب دښه پوهولو او دهغه په ذهن کی مخکی له مخکی د راتلونکو خبرو د اهمیت پیدا کولو له پاره په ډیر اجمال سره دهغو یادونه او له هغه وروسته تفصیل ته ښکته کیدل لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی ابن عباس رضی الله عنه ته د اجمال په توګه وایی : انی اعلمک کلمات .

(۴):- په تقدیر ایمان او پر الله جل جلاله باور او ویسا .

(۵):- یواځی الله جل جلاله ته زارۍ او له هغه نه سوال کول او یواځی له هغه نه مرسته غوښتل او غیر الله هرڅه بی وسه او الله جل جلاله ته اړاومحتاج بلل .

(۶):- په هرحالت : خوشالی او خپګان ، سختی او اسانی کی دالله بندګی او دهغه نمانځنه .

(۷):- دصبر غوره صفت اختیارول او په صبر سره له الله نه دمرستی ترلاسه کول .

(۸):- دسختی او غم بروا نه کول او په دی خوشالیدل چی له سختی وروسته به حتما اسانی راځی او غمه وروسته به خوشحالی راځی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د