د کاروبار اهميت

لیکنه: ګلاب بهار

کاروبار د اقتصاد له مهمو سکټورونو شمېرل کېږي چې د نورو ځانګړو سکټورونو تر څنګ کولای شي د يوه هېواد په وده او پرمختګ کې بنسټيز رول ولوبوي.

د دې لپاره چې موږ د خپل هېواد اقتصاد ته وده او پراختیا ورکړو، نو لومړی بايد په خپل هېواد کې له پانګه والو او سوداګرو څخه کلک ملاتړ وکړو؛ ځکه چې د کاروبار اصلي عاملين همدغه سرمايه داران، سوداګر او پانګه وال دي؛ ځکه د دوی اړوند فعاليتونه دوی ته د ګټې تر څنګ د اقتصادي پرمختګ لامل هم ګرځي. سربېره پردې د مالونو او کاليو لېږد له تولیدوونکي څخه تر مصرفوونکي پورې هم د دوی په واسطه صورت نیسي چې په پایله کې د توليد او همدا راز د ملي عوایدو د زياتوالي سبب ګرځي. دا په دې مانا ده چې معاملات په ملي عوايدو، په هېواد کې د کاروبار پر سطحې، عرضې او تقاضا، د صنعت پر پراختیا، مالياتو، د دولت پر عوايدو او محصولاتو، د قېمتونو پر سطحې، زراعتي توليداتو او بالاخره د هېوادونو په ټرانزيټي او ترانسپورټي معاملاتو کې د پام وړ رول لري.

کولای شو ووایو، کاروبار د توليداتو د ودې او اقتصادي پرمختګ يوه وسيله ده چې په لومړيو وختونو کې توکي او اجناس يوازې د خپل ځان او کورنۍ اړتیاوو د پوره کېدو په پار توليدېدل، چې دغه وخت کاروبار د بارتر سيستم ځان ته غــوره کړی و، خو د وخت په تېرېدو سره کله چې پيسې منځ ته راغلې او خلکو ته د راکړې ورکړې د وسيلې په توګه ور وپېژندل شوې؛ نو د کاروبار لپاره يې يو لړ اسانتياوې رامنځته کړې او په ښاري او کلیوالي سیمو کې يې پراختیا ومونده.

همدارنګه د ترانسپورټ د اسانتياوو په رامنځته کېدو سره د هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو کچه زياته شوه، حتی د صنعتي انقلاب (چې په اتلسمه زېږدیزه پېړۍ کې په اروپا کې منځ ته راغی) د توليداتو، کار وېش او تخصص سطحه يې لا پياوړې کړه.

د کاروبار اهميت په لاندې شیانو پورې اړه لري:

1. د توکو او اجناسو توليد: اوسني کاروباریان هڅه کوي، څو د اتوماتيکو ماشينونو، د پروسس د نوو لارو چارو په استعمال او نورو بېلابېلو لارو په وسيله د نادره سرچینو څخه غــوره او اعظمي استفاده وکړي چې د دغو وسايلو استعمال نه يوازې دا چې د توليداتو لوړ مصارف را کموي، بلکې د توکو د کيفيت او کميت په لوړوالي کې هم مرسته کولای شي.

2. د مارکېټ پراختيا: په اوسنيو وختونو کې اجناس او خدمات د مصرفوونکو د غوښتنو سره سم توليديږي، کاروباریان د مصرفوونکو د غوښتنو او علاقې سره سم اجناس او خدمات توليدوي، څو په هېواد کې د ننه او بهر، د توکو د ډيزاين له لارې خپل پېرودونکي را جذب کړي، نو له همدې کبله په ټوله نړۍ کې د مشتريانو په شمېر کې د زياتوالي له امله د توکو مصرف پراخ شوی او مارکېټ يې ګرم ساتلی.

3. نوښتونه: په اوسنيو وختونو کې کاروباریان ډېره هڅه کوي چې د خپلو توليداتو او خدماتو په کیفیت او بیو کې ښه والی راولي. لکه په کرېډېټ کارټونو، ډبټ کارټونو، مبايلونو او نورو بېلا بېلو برخو کې، دوي غواړي چې هره ورځ له نوو او عصري مېتودونو څخه ‎استفاده وکړي. لکه الکټرونيکي تجارت، الکټرونيکي پېر او پلور او داسې نور چې دغه ډول نوښتونه د توکو او خدماتو په توليد کې ښه والی رامنځته کوي او د توليداتو لوړمصارف ورسره کمېږي.

4. د ضايعاتو راکمول: اوسنۍ کاروباري ادارې هڅه کوي، څو د ضايعاتو سطحه را ټيټه کړي او ډېره ګټه ترلاسه کړي.

5. د بانکونو له خوا د کرېډېټ چمتو کول: په اوسنۍ عصري نړۍ کې سوداګريز بانکونه او نورې مختلفې کاروباري ادارې کارکوونکو، سوداګرو او تولیدوونکو ته د کرېډېټ زمینه برابروي، څو خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي او په لويه پيمانه خپل کاروبار پرمخ بوځي.

6. بيمه: هغه خطرونه چې په يوه کاروبار کې د مختلفو لاملونو لکه: اور، غلا، زلزلې او داسې نورو په وسيله رامنځته کېږي، بايد بېمه کړی شي، څو هغه زيان چې د دغو لاملونو په وسيله يو کاروبار ته رسېږي، جبران شي چې دې لارې يانې بيمې اوسنيو کاروبارونو ته تر يوې کچې پايښت ورکړی، کوم چې په پخوا وختونو کې داسې څه نه وو.

7. استخدام: د کاروبار په وسيله خلک په سیمه ییزو او ښاري ځایونو کې په کار ګومارل کېږي چې دغه څه بيا پر ملي اقتصاد مثبتې اغېزې لري.

8. د نړيوالو اړيکو پراختيا: د کاروبار له لارې د هېوادونو تر منځ صادرات او واردات صورت نيسي چې په پایله کې ورسره بهرنۍ اړيکې هم وده کوي.

9. له پانګې څخه سالـمه استفاده کول: کاروبار له بېلابېلو کسانو څخه، په تېره بيا د بانکونو او نورو مالي موسسو له لارې پانګې راجذبوي او د توليدي فعاليتونو لپاره پرې پانګونه ترسره کوي، چې په دې سره د توليد او کارموندنې په برخه کې مرسته کولای شي.

10. له ټولنيزې پراختيا سره مرسته: کاروبار په ټولنيز پرمختګ کې هم بنسټيز رول لري، ځکه چې د کاروبار وده د پانګه وال ګټه زياتوي او د پانګه والو ګټې بیا ملي عوايد لوړوي، کوم چې په ټولنیز پرمختګ کې مرسته کولای شي.

ډېری شرکتونه او کمپنۍ لوی کاروبارونه لري چې حکومت ته د ماليې له لارې ډېرې پيسې ورکوي او په دې سره د هېواد په ملي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

ماشاالله